کور / تازه خبرونه / بوش او زرداري مهم ملاقات لري

بوش او زرداري مهم ملاقات لري


د پاكستان جمهور رئيس آصف علي زرداري چي نيويارك ته د ملګرو ملتونو په ۶۳ مه كلنۍ غونډه كي د ګډون دپاره رسېدلى، همدا اوس د امريكا له جمهور رئيس ډبليو بوش سره په ځانګړي ملاقات بوخت دئ.
آصف علي زرداري پر داسي وخت له ډبليو بوش سره ويني چي له هيواد سره يې د امريكا اړيكي خرابي او د ترهګرۍ ضد جګړه كي د نوري همكارۍ غوښتنه ځني كېږي.
امريكا، ناټو او افغانستان د پاكستان پر ځينو پوځي ګړيو او استخباراتي ادارې تور لګوي چي له يوې خوا د نړيوالي ټولني ترڅنګ په ترهګرۍ ضد جګړه كي اوږه پر اوږه جنګېږي او له بلي خوا له طالبانو القاعده شبكې سره مرستي كوي او هغوى ته يې پټنځايونه جوړ كړي دي.
امريكا له پاكستان څخه غواړي چي په قبايلي سيمو كي د القاعدې او طالبانو پر ضد د عملياتو اجازه وركړي، خو پاكستان دغه غوښتنه نه مني.
ويل كېږي چي بوش او زرداري به په پاكستان كي د امريكا د عملياتو په باب يوې معاملې ته سره ورسېږي او د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ډيويډ ميليبنډ له مخكي لا ويلي وه چي تمه كېږي دغه لانجه به د دواړو مشرانو په مخامخ ليدنه كي اواره سي.
بلي خواته پاكستاني رسنيو خبر وركړى چي ډبليو بوش له آصف علي زرداري سره په ليدنه كي د ترهګرۍ ضد جنګ په خاطر د پخوا په پرتله د دوه چنده ډالري مرستو وعده وركړې ده.
ټاكل سوې ده چي آصف علي زرداري به د افغانستان د ولسمشر حامد كرزي، د اېران له ولسمشر محمود احمدي نژاد، د تركيې او فرانسې له ولسمشرانو عبدالله ګل او نيكولاى سركوزي سره هم وويني.