کور / تازه خبرونه / پر افغان او عراقي بنديانو د ظلمونو عكسونه خپرېږي

پر افغان او عراقي بنديانو د ظلمونو عكسونه خپرېږي


د امريكا ستري محكمې د هغو عكسونو د خپرېدو امر كړى چي د افغانستان، عراق او ګوانتانامو په بنديخانو كي د امريكايي پوځيانو له خوا پر بنديانو باندي ظلمونه او بېلابېلي شكنجې په ګوته كوي.
تر دې دمخه په مطبوعاتو كي دغسي عكسونو د خپرېدو اجازه نه وه او دا د امريكايي پوځ د تحقيقاتي دوسيو يوه برخه ګڼل كېده.
د امريكا محكمې په ۲۰۰۶ كال كي هم د دغو عكسونو د خپرېدو امر كړى و، خو د دفاع وزارت پنټاګان تر غوښتني وروسته يې بيرته خپل حكم واخيست.
د امريكا دCivil Liberty Union  ادارې د محكمې له دې پرېكړي ملاتړ كړى او وايي كه رښتيا غواړو چي پر افغان او عراقي بنديانو د امريكايي پوځيانو د ظلمونو مخنيوى وكړو،  بايد د امريكايي پوځيانو جنايتونه رسوا سي.