کور / تازه خبرونه / د سړك د غاړي بم شپږ كسان ووژل

د سړك د غاړي بم شپږ كسان ووژل


د يوه ماشوم په ګډون شپږ تنه ملكي كسان هغه وخت ووژل سول چي د دوشنبې په ورځ يې موټر د روزګان مركز ترينكوټ ښار ته نيژدې پر يوه ښخ سوي ماين وخوت.
د روزګان د پوليسو مشر جمعه ګل همت دا پېښه تائېدوي او مسئوليت يې پر طالبانو ور اچوي.