کور / تازه خبرونه / چارواكي: يرغمل سوي ۱۴۰ مزدوران خوشي كېږي

چارواكي: يرغمل سوي ۱۴۰ مزدوران خوشي كېږي

طالبانو د هغو ۱۴۰ افغان مزدورانو د خوشي كېدو ژمنه كړې، چي د يكشنبې په ورځ يې د فراه ولايت په بالابلوك ولسوالي كي يرغمل كړي ول.
دغه مزدوران چي د يوه پوځي مركز د جوړولو چاري يې پر مخ ولړلې له كار څخه ماځيګر ناوخته استوګنځيو ته ستنېدل چي طالبانو ونيول.
د سيمي قومي مشرانو ژمنه كړې وه چي د دغو مزدورانو په خوشي كولو كي به د طالبانو او حكومت منځګړتوب كوي.
د فراه مرستيال والي محمديونس رسولي رويټرز آژانس ته وويل، طالبانو تر اوسه درې كسه خوشي كړي او د نورو د خوشي كېدو ژمنه يې هم د تحقيقاتو تر بشپړولو وروسته كړې ده.
محمديونس رسولي وايي تمه كېږي چي د طالبانو تحقيقات به تر نن پاځيګر پوري پاى ته ورسېږي او ټوله كسان به خوشي كړي.