پوليس: د سفير د تښتوونكو په اړه مو معلومات ترلاسه كړل
د پېښور د پوليسو مشر ملك نويد خان وايي داسي شواهد په لاس ورغلي چي د تښتول سوي افغان سفير حاجي عبدالخالق فراهي په موندلو كي ورسره مرسته كوي.
ملك نويد وايي دغه شواهد تېره شپه پوليسو ته د پلټنو پر مهال په لاس ورغلي دي، چي تمه كېږي له مخي به يې ښاغلى فراهي په ډېره اساني سره وموندل سي.
هغه وويل دا نه سي ويلاى چي سفير به د قبايلو كومي سيمي ته رسول سوى وي او كه به اوس هم د ايالتي حكومت په تر لاس لاندي سيمو كي وي.
ملك نويد وويل په دې تښتونه كي دوه تنه لاس لري چي موخه يې د افغانستان او پاكستان ترمنځ د اړيكو خرابول او دواړه حكومتونه پر يو بل بې اعتماده كول دي.
د يادوني وړ ده چي د پاكستان دپاره د افغانستان نوى نومول سوى سفير حاجي عبدالخالق فراهي چي مخكي په پېښور كي افغان كونسل وو، تېره ورځ د نا معلومو وسله والو له خوا په حيات آباد كي وتښتول سو، يو ملګرى يې ټپي او ډاريور يې ور وواژه.
د پېښور پوليسو يې د تښتوني علت د ساتونكو نه درلودل په ګوته كړه، خو رويټرز آژانس داسي يو عكس خپور كړ چي په سيمه كي د پاكستاني امنيتي پوليسو موجوديت په ګوته كوي.
بلي خواته نن سهار په پېښور كي د افغان كونسلګرۍ د تجارتي آتشه محمدانور د تښتوني ناكامه هڅه هم سوې چي نوموړي يې په اړه پوليسو ته شكايت كړى او د ځان د امنيت دپاره يې د ساتونكو غوښتنه كړې ده.