کور / تازه خبرونه / د روسيې اټومي کښتۍ د جنوبي امريکې و اوبو ته ننوتلې

د روسيې اټومي کښتۍ د جنوبي امريکې و اوبو ته ننوتلې

د روسيې اټومي کښتۍ د جنوبي امريکې و اوبو ته ننوتلې


 د «پطر کبير»  په نامه روسي اټومي کښتۍ د دريو نورو جنګي کښتيو سره د کارائيب  و سواحلو ته رسېدلی دي  تر څو د وينزويلا د پوځي ځواکو سره ګډي پوځي مانورې وکړي .


د آسوشيېټدپرس خبري اژانس خبر ور کړ چي  د سړې جګړې د ختمېدو راهيسي دا لومړی ځل دی چي  دمځکي په دغه لوېديځه نيمه کره کي دغه روسي جنګي کښتۍ    ځای پر ځای کيږي .


کرملين د واشنګټنه سره  تېره مياشت د ګرجستان په سر خپلي اړيکي خړي پړي کړې . ددې نه وروسته مسکو د وينزوېلا، کيوبا ، بوليوي او د ﻻتيني امرېکې د ځينو نورو هيوادو  سره د خپلو اړيکو د ټينګېدو په موخه يو لړ  ګامونه پورته کړه .


په ياده دي وي چي د سړې جګړې په دوران کي ﻻتينه امريکه د شوروي اتحاد او امريکې ترمينځ د ايديالوژيکي جګړې يو تود  ډګر وو .  


په وينزوېلا کي د روسيې د دغه توپ لرونکي  او بم غورځونکي  سټراتيژکوکښتيو ځای پرځای کېدل د هغه تاو تريخوالی په ځواب کي تر سره کيږي چي د روسيې او امريکې ترمينځ د قفقاز د مسئلې په سر را پورته سوي دي  .