کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پرون ارمان ( د نعمان دوست ليکنه )

د پرون ارمان ( د نعمان دوست ليکنه )



پرون د ټوپکو شپيلۍ ګونګې وې ، پرون هغو ګوتو کې چې د انسان وژنې لپاره يې ماشې کش کولې وس نه و ، پرون ماينونو چاودېدو ته زړه ښه نه کړ ، پرون د الوتکو په سينو کې عاطفه را ژوندۍ شوې وه   او پرون …
پرون ، زموږ په يتيمانو ، کونډو ، ځوانيمرګو او … نور اضافه نه شول او پرون د قبرونو خولې بندې وې .
 پرون د سولې نړيواله ورځ وه ، ويرېدلې کوترې په هوا دوره – دوره کېدې  ، سرو  سترګو يې د ښکاريانو ډبرين زړونه نرم کړي و .
پرون د هوسۍ ناهيلو سترګو پړانګانو نه د حملې وس اخستى و او پرون د وينو تږي روژه  وو .
خو نن داسې نه ده ، نن کوترې ورخطاښکاري  ، قبرونو خولې وازې نيولي ، کبلي اخوا ديخوا له ويرې منډې وهي ، ميندې د خپلو اولادونو د سر دعا غواړي  ، په بې صبرۍ د هغوى د بېرته راتګ لاره څاري او په شونډو دغه ټپه جاري ده :



 چې  نن پرون وى ، پرون نن وى             ماته ارمان د پرونۍ ورځې راځينه



د تلې اوله