کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د مجاهدينو وژل به طالبان له نوي مقاومت سره مخ کړي

د مجاهدينو وژل به طالبان له نوي مقاومت سره مخ کړي



په دې وروستيو کښې داسي نښې نښانې ليدل کيږي چې طالبانو د يو شمېر جهادي قوماندانانو او قومي مشرانو په وژنې او تښتونې پسې راخيستې او کله په يوه او بل ځاى کښې هغوي وژنې، تښتوي يې او يا تر تشتولو وروسته ور څخه پيسې  اخلي ، چې د طالبانو دې کار د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د مجاهدينو او قومونو ترمنځ يو ډول حساسيتونه راپارولي او دې ته اړ دي، چې د پرديو پرځاى له طالبانو سره مقاومت او مقابلې ته را ميدان ته شي  .

نژدې لس ورځې مخکې  وسلوالو طالبانو په پغمان ولسوالۍ کښې جهادي قوماندان او د لوګر والي عبدالله وردگ د ريموټ کنټرول بم په وسيله وواژه ، وردګ په اتحاد اسلامي ګوند پورې اړه درلوده او د جهاد پر مهال د مجاهدينو تر برياليتوب پورې په وسلوال جهاد بوخت و.

طالبانو څو ورځې مخکې همدارنګه د غزني ولايت په قرباغ  ولسوالۍ کښې د حزب اسلامي په لسګونو وسلوال يو ناڅاپه بې وسلې کړي او قوماندان يې په تيښته بريالى شوى .

ددې ترڅنگ طالبانوتېره ورځ د اتحاد اسلامي يو بل قوماندان تورګل په کابل کښې    وواژه .

له دې مخکې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کښې د يوشمېر قومي مشرانو، ديني عالمانو او د جهادي قوماندانانو د وژنې په لسګونو بلګې شته ، چې د طالبانو لخوا وژل شوي او تښتول شوي  ، چې  بيا طالبانو د ځان خلاصولو  لپاره ښه ټاپه پيداکړې ،چې په دغسې کسانو يا د جاسوس نوم ورباندې ږدي او يايې له دولت او بهرنيانو سره په همکارۍ تورنوي .

تور لګول خو ډير اسانه کار دى ، خو د واقعيت پيدا کول او د چا وژل په حقيقت ډير ستونزمن کار دى .

ديوې احصايه په اساس ، د روان کال له پيل راهسې تراوسه  په هېواد کښې ٣٥ ديني عالمان ، له ٥٠ زيات قومي مشران او د ٣٠ په شاوخوا کې مشهور جهادي قوماندان د طالبانو لخوا ، په کندهار ، ارزګان ، هلمند ، هرات ، فراه ، زابل ، غزني  پکتيکا ، خوست ، پکتيا ، لوګر ، ميدان وردګو ، کاپيسا ، ننګرهار ، نورستان ، کونړ ، لغمان کندز، بغلان  او  بلخ ولايتونو کښې وژل شوي دي .

دا ديرش کاله زمونږ مسلمان ملت ددغو ډلو او قدرتونو ښکار شوى او لا اوس هم څوک ورباندې زړه نه سوزوي او په يوه او بل نامه يې وژني .

طالبان که د جهادي قوماندانانو او مجاهدينو د وژلو لپاره دا مثال راوړي ، چې دوي ولې له موجودې ادارې سره کار کوي ؟ ځواب يې دادى چې دوي خو د خپل تحريک په پيل کښې هم د افغانستان هغه زړور مجاهدين ووژل ، د وطن پرېـښود ته يې اړ او بې وسلې کړل چې په کلونو کلونو يې د سره پوځ او کمونيستي رژيم پر وړاندې نه هېرېدونکې مقابله کړې وه .

اوس چې د افغانستان ولس له دولت ، موسساتو ، شرکتونو ، کمپنيو ، انجوګانو او تجارانو سره کار ونکړي ، څه وکړي ؟ ايادا ولس ډوډۍ ، روغتيا ، زده کړې ، برېښنا او پرمختګ ته اړتيا نلري ؟

ايا همدغه طالبان چې ددولت او بهرنيو پر وړاندې  جګړه کوي ، دهمدغه ولس ډوډۍ نه خوري ، په جومات ، باغ او کلي کښې يې نه اوسيږي ؟

که داسې وي ، نو بيا ولې بېرته د خپلو ټوپکو خولې په يوه او بل نامه  په خپل ولس را اړوي او مشران يې ورته وژني او تښتوي يې .

طالبان دې د مجاهدينو او جهادي قوماندانانو د وژلو پر ځاى د دوستم ، بابه جان ، نبي عظيمي ، جنرال مالک او هغه په سلګونه نور کمونستان ووژني چې ټول عمريې د همدې مجاهد او طالب پر ضد مبارزه کړې او په اوسنۍ اداره کې اوس هم همدغه  ډول خلک شکنجه کوي  .

ځينې مجاهدين او قومي مشران د خپل ځان او ولس د ساتنې په موخه اړ دي ، دندې واخلي او دغه حکومت او ادارې يواځې دې  ډول څېرو ته پرېنږدي .

اوس د جهادي ګوندونو او مجاهدينو په منځ کښې داسې گونگوسې دي چې گواگې طالبانو د مجاهدينو په وژلو پسې راخيستې ده .

طالبان دې د مجاهدينو د وژلو پر ځاى هغو کسانو ته سزا ورکړي ، چې د طالب په نامه او جامه کښې معلم ، ډاکټر ، انجنير ، خبريال ، قومي مشر ، عالم ، سوداګر او يا عادي مامور وژني او يايې تښتوي او په مقابل کې يې په لکونو ډالر چې هغه بې چاره په خوب هم نه وي ليدلي غواړي او د نه ورکولو په صورت کښې يې سر ترې پرېکوي .

 که طالب چارواکي خپلو داسې  نيمګړتياوو ته پاملرنه ونکړي ، نو هغه ولس چې له داسې کړنو نور تر پوزې راغلى ، ددوي پر وړاندې په کليو او بانډو کښې به په وسلوال مقاومت لاس پورې کړي او بهرنيان به بيا سرې سترګې د مخکې په څېر ددې ولس د خپلمنځي وژنو ننداره کوي .

تبصره نسته

  1. دا ډيره ښه خبره ده چي ياده شوه ، ددې موضوع بد عوارض بايد نور ليکوال او څيړونکي هم راواخلي ، اوس په افغانستان کي نه يوازي د جهادي شخصيتونو وژنه روانه ده بلکي دا د پښتنو د مخورو کسانو د له منځه وړلو يوه لړۍ ده ، موږ په طالبانو هم خپه کېږو ځکه د هغوی ۹۰٪ هم پښتانه دي ، دوی هم ددې توطيئې ښکار دي خو لا تر اوسه په ځان خبر نه دي ، د خدای لپاره پښتانه مه وژنئ ، دا ستاسو له منځه وړل دي !

  2. وروره احمدالله!
    كه موږ له خدايه غافلېږو خو كمزوري بنده ګان يو او الله ج هېڅكله هم له موږ څخه غافله نه دى.
    څه ښه وايي مه كوه په چا چې وبه شي په تا.
    زه د طالبانو له خوا د قومي مشرانو، مسلكي كادرونو او د هغو دولتي مامورينو چې د هېوادوالو په ربړونه كې ښكېل نه دي په كلكه غندم، خو د رشوت خورو مامورينو او هغو قوماندانانو د وژنې په اړه چې پخوا خپله يې دا راز كارونه كول، خلك يې ځورول، په داسې حال كې چې خپله به يې له روسانو، پاكستانيانو او يهودو او نصرانيانو څخه پيسې او وسلې اخيستې او د هېواد پاك او مومن مسلمانان به يې په شهادت رسول داسې وايم چې له دغو ظالمانو سره اوس هغه چلند كيږي كوم چې دوى پخوا له خلكو سره كاوه او شايد دا د الله ج د انتقام يوه بېلګه وي چې نورو ظالمانو ته يې ښيي.
    قوماندان تور، سياف او عپدالله وردګ هغه كسان دي چې كابليان يې په وينو كې لمبولي، هغوى يې لوټلي او په پغمان كې د خلكو په سلګونه جريبه جايدادونو خېټې اچولي او مرګ تر وروستيو شېبو يې هم د افغانانو له ځورونې او د نشه يي توكو له قاچاقو او له بډو اخيستو او د ځمكو له غصبولو يې لاس نه دى اخيستى او تاسو ورو ته زما لارښوونه دا ده چې د يو الله ج نمانځنه كفايت كوي او انسانان بايد د نورو انسانانو دومره اغوا نه شي چې دهغوى په نمانځنه پوخت شي او هغه له الله سره شريك كړي. كه نور د چا په اړه معلومات نه شې ترلاسه كولې نو د سياف په اړه چې له امريكايانو څخه يې څومره پيسې اخيستي اسلام، ملت او دين يې څومره ارزانه پر نصرانيانو پلورلې نو كولې شې د دغو معلوماتو له پاره ((د جګړې په لومړۍ كرښه كې)) او(( پوش په جنګ)) كې كتابونه او نور په لسګونو كتاپونه ولولې.

  3. Thanks alot about this kind of article that you written about taliban's mission. it is axactly

  4. De khroono kar kharttob day.taliban ao Golbodin de Massod ta wagori ao de hagha na da zda kri,tol farsibanan ka khad ke wo ka ardoo ke woo tol ie zan bande ratol kral.taliban ao pashtana Mojahedin de pashto sharm ao doshmanan dy.wasalam yao gharib Afghan