کور / تازه خبرونه / عرب اماراتو له افغانستان سره ۲۰۰مليونه ډالره مرسته وکړه

عرب اماراتو له افغانستان سره ۲۰۰مليونه ډالره مرسته وکړه

د اماراتو ددولت رئيس په افغانستان کې د پرمختيايي پروژو لپاره 200 ميلونه درهمه مرسته وکړه .


الاتحاد ورځپاڼي د خبر په حواله د اماراتو د دولت رئيس  الشيخ خلیفة بن زايد ال نهيان د افغانستان سره  200 ميلونه  درهمه مرسته وکړه ،نوموړې له دې سره ډېره لېوالتيا لري ، چې نور دافغان ولس  کړاو پای ته ورسیږي ، خپلې ودانۍ او موسسې ولري ،چې وکولای شي ،چې د بیارغونې  په برخه کې له خپلو سرچينو او وړتیاوو کار واخلي  او له بل پلوه په هېواد کې سوله او ټيکاو رامنځته شي .


د عربي اماراتو مشر دخليفة بن زايد ال  نهيان مرستندويه ټولنې ته سپارښتنه کړې ،چې  له اړونده افغاني چارواکو سره مرستې وکړې او دغه  مرسته دافغانستان په مختلفو برخو کې  پر ټولنيزو ، پرمختيايي  او نورو عامو پروژو ولګوې ، دغه مرسته  بايد په داسې برخو کې ولګول شي ،چې په ټولنيزه او اقتصادي کچه  د تل لپاره وکاريږي او ګټه ورڅخه واخېستل شي  د روغتیااو پوهنې او د ژوند نورې برخې هم باید له پامه ونه غورځول شي .


عرب رئيس دولت د روانې مياشت پر 8 مه نېټه له افغان ولسمشر حامد کرزي هرکلې وکړ  اونوموړې سره یې ژمنه وکړه ،چې په هره برخه کې به تر خپلې وسې پورې مرسته کوي او افغان ملت  ، چې له دريو لسيزو پرله پسې  جګړو او ستونزو سره لاس وګريوان دې له دې حالته راووځي .


نوموړي د افغان ولسمشر رول وستايه ، نوموړې زياته کړه  نړیواله ټولنه ، چې له افغانستان سره کومې بشري مرستې کوي دا باید پر ټول ولس وويشل شي ،چې وکولای شي  پر سياسي بهير ورګډ شي  او له تاوتريخوالي  لاس واخلي .


ولسمشر کرزي په دغه ليدنه د افغان ملت په استازيتوب  له نوموړي څخه  مننه وکړه ، چې دده هېواد له افغانستان سره تل مرستې کړي افغان ولسمشر زياته کړه ، چې د افغانستان په مختلفو برخو کې ،چې متحده عربي اماراتو کومې پروژې او پروګرامونه پلي کړي دا د عام ولس په منځ کې ښه استقبال شوي .


متحده عربي اماراتو  د پاريس دمرستې په نړيوال کنفرانس کې ،چې  د جولای په مياشت کې په پاريس کې رابلل شوې له افغانستان سره 250   ميلونه ډالره مرسته  اعلان کړه . پردې سربېره د اماراتو سره مياشت  ( هلال احمر) په افغانستان کې  د بشري او … مرستو په برخه کې له افغان ولس  سره مرسته کوي