کور / تازه خبرونه / امریکا اجازه ورکړه چی افغانان خپل بندیان وګوري

امریکا اجازه ورکړه چی افغانان خپل بندیان وګوري

اسوشیټیډ پریس د کابل څخه خبر ورکوی چی امریکایی پوځ د لومړي ځل لپاره اجازه ورکړه چی د بګرام په لوی جېل کی پسله شپږو کالو بندیان د خپلو کورنیو سره وګوری . په دې مخامخ کتنه کی چی د نړیوال سور صلیب په مرسته سوې وه ، پنځو کورنیو ( شل کسو ) د خپلو بندي خپلوانو سره وکتل . د امریکایی پوځ نطاق سکاټ میلر وویل چی موږ به تر دې وروسته په هفته کی یو ځل دغسی ملاقاتونو ته اجازه ورکوو . تر دې مخکی دوه- درې واره د سور صلیب په نوښت خپلوانو د بندیانو سره د ویډیو له لاری کتلي وو خو دا لومړی ځل دﺉ چی مخامخ یې سره ولیدل . په دې لوی جېل کی ۷۰۰-۸۰۰ افغانان د خپلو کورونو ، خپلوانو ، اولادونو او هر څه نه بهر د هجران شپې سبا کوي .