کور / تازه خبرونه / امریکا : موږ فعلأ افغانستان ته نور پوځیان نه لرو

امریکا : موږ فعلأ افغانستان ته نور پوځیان نه لرو

رویټر خبر ورکړ چی د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس نن د سنا د مجلس د وسلوالو چارو کومیټې ته وویل چی موږ د افغانستان له پاره تر راتلونکي پسرلي پوری نور پوځیان نه لرو . ده زیاته کړه چی که نور پوځیان د کوم بل ځای څخه را تبدیل نه کړو ، یا که د خدمت مودې ته تغییر ور نه کړو ، نو نه سو کولای چی افغانستان ته داسی ژر اضافي پوځیان ولېږو او دا کار صرف په پسرلي کی کولای سو نه مخکی له هغه .