کور / تازه خبرونه / سپینه ماڼۍ پر خپله افغانی تګلاره غور کوي

سپینه ماڼۍ پر خپله افغانی تګلاره غور کوي

رویټر لیکی چی سپینه ماڼۍ لګیا ده په افغانستان کی د امریکا د اوږدې مودې بریالیتوب اړونده ستراتیژي ترتیب او جوړه کړي . خبر وایی څنګه چی په راتلونکی جنوری کی د بوش دوره ختمیږی ، نو له مخکی څخه لا په افغانستان کی پر مځکه د کامیابۍ ستراتیژی تر غور او ځیړنی لاندی ده . پنتاګون او خارجه وزارت پر دغه ستراتیژی خپله څیړنه او غور را پیل کړی دی . ویل کیږی چی د دې ستراتیژی له مخی به په راتلونکي کال کی زیات شمېر امریکایی پوځیان افغانستان ته ولېږل سی .