کور / تازه خبرونه / جرمني: د افغان پوليسو روزونكي دوه چنده كوو

جرمني: د افغان پوليسو روزونكي دوه چنده كوو


د سپټمبر پر ۲۴-مه د صدراعظمي انجيلا مركل په مشري د المان هيواد كابيني پرېكړه وكړه، چي د افغان پوليسو د چټكي روزني په خاطر به روزونكي افسران دوه چنده كړي.
د جرمني د كورنيو چارو وزارت وايي اوس ۶۰ تنه الماني افسران د افغان ملي پوليسو په روزنه بوخت دي، چي ډېر ژر به يې شمېر ۱۲۰ تنو ته لوړ كړي.
جرمني په راتلونكې مياشت كي په مزار شريف كي د افغان پوليسو د يوه روزنتون د خلاصولو خبر هم وركړ.