کور / تازه خبرونه / پاکستان : بې پیلوټه الوتکه موږ ویشتلې وه

پاکستان : بې پیلوټه الوتکه موږ ویشتلې وه

رويټر او بی بی سی نن خبر ورکړ چی پاکستاني پوځ ویلی چی پرونۍ امریکایی بې پیلوټه طیاره زموږ ځواکونو ویشتلې او راغورځولې وه . دا الوتکه د جنوبی وزیرستان د جلال خیلو کلي ته نژدې را اچول سوې ده . دا لومړی ځل دﺉ چی پاکستان دغسی اعتراف کوی خو امریکا لا تر اوسه غبرګون نه دﺉ ښودلی بلکی وایی چی زموږ طیاره په افغانستان کی د تخنیکی عوارضو له امله را لوېدلې ده .

د بی بی سی د یو بل خبر له مخی امریکایانو د کنړ په ماڼو ګی کی په خپلو بمباریو سره درې ملکی وګړي وژلی او ۱۱ نور هم زخمیان کړي دي . د ماڼوګي ولسوال هغوی ټول ملکی خلک بولی خو امریکایان وایی چی هغوی ټول طالبان وو .