کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د دريمې نړيوالې جګړې بازينګر

د دريمې نړيوالې جګړې بازينګر

 Ibrahimi_w@yahoo.com   


                                                                                       


دامريکاپه مشرۍ غربي نيږدې څلويښتوهيوادونو څخه جوړه شوې پوځي ټلوالې چې موخه يې په افغانستان کې دالقاعده او طالبانو د لمنځه وړل او د B52 ډوله الوتکو بمونه او ډول ډول تکيکونو اودتروريزم ؟؟ پروړاندې دجنګ پراخه ول وو د شپږو کلونوجګړو وروسته خپل هدف مخ په ښکاريدودي .
دوي ماشه په لاس پوځي يونيفورم لرونکيو( غربيانو) چې ځانونه يې دسولې پيام راوړونکي بلل که څه هم دوي ددې نه وړاندې  چې دسولې کوم پيغام افغانانو ته راوړي شپږکاله وړاندې په افغانستان کې خپل هدفونه د B52 الوتکوپه واسطه په نښه کړل او په افغانستان يې ځمکنې او هوايې بريدونه پيل کړل .
دوي په تيرو شپږو کلونو کې دهغه څه په وړاندې چې دوي ورته تروريزم ياترهګري بلله اودخپل دښمن په توګه يې په هغوي پسې مټې بډوهلې وې ترڅو هغه دښمن مات کړي خو لکه څرنګه چې ښکاري په دې تيرو شږو کلونو کې يې مات خولاڅه کوي چې ډير   يې غښتلي کړل اوهغه امنيت چې افغانانو درلود دهغه امنيت ټغر هم مخ په ټوليدو ښکاري .
ددوي ملګرو چې اوس په افغانستان کې دواک پرګدۍ کې ترنيمايې دزياتې ونډې غوښتونکي دي هغوي په بره بره دوي ته ښه راغلاست وويل او دوي يې وهڅه ول ترڅو داسې پوځي عمليات وکړي چې دتروريزم؟؟ په نوم نومول شوي دښمن ښه وځپي .
خوهغوي هم ددې ټلوالې له کړنو نه نا خوښه شول اوس يې لکه چې خپل هدف ته ځانونه پرې رسولې او چندان ورسره جوړنه ښکاري اوهغه شان فرمايشونه نه ورکوي .
ښه ټولو افغانانو اونړيوالو يې دپخوانيو يرغلګرو په شان ددې غربي ټلوالې دجګړې ننداره کوله او دوي که څه هم پوهيدل چې ددې جګړې موخې څه دي خو دوي څه نه ويل اوچوپه خوله ناست ول.
ډيرى کسان مې چې پيژندل ادوي دپخواني سره پوځ پروړاندې جها دکې ونډه درلوده هغوي به ويل چې داټولې هسې لوبي دي نه ترهګر شته اونه هم تروريزم دلته نور ې ګټې دي چې وروسته به خلکو ته په ډاګه شي .
 
اوس دادي دهغه خبرې او، وړاندې وينه دروسي ولسمشر دخبرو سره ورته والى پيدا کړ .
دروسيي ولسمشر پوتين نيغ په نيغه دغربي ټلوالې په مشر اوياپه بله اصطلاح دامريکاجمهوريس غږ وکړ چې نور بايد په افغانستان کې بهرني پوځيان نه وي .
پوتين ددې ترڅنګ داهم وويل چې په ايران به دغربي هيوادونو حملې ته هم اجازه ورنه کړي دده په وينادوي په دې منطقه کې خپلې ګټې لري .
روسان که څه هم ورسته له هغې چې سور پوځ يې په افغانستان کې په شپيتمه لسزيزه کې دړوې وړې شو دوي په افغانستان اوسيمه کې بياهم په يو اوبل ډول خپلې هڅې پيل کړې اوخپل نفوس دخپلو پخوانيو ګوډاګيانو او ياهم ننيوتربيه شويو په واسطه وساته .
که څه هم ازادي خوند کوي اوديوخپلواکه هيواد اوبل آخره دآزاد ژوند غوښتونکى يم خو دغه شان ازادي دې ورکه شې چې يايې په سور مخو اوياهم په شين سترګو بهرنيو پوځيانو ساتو .
په دې هيواد کې ياهم غربي ډلوه اوياهم شوري ډوله نظامونه تير شوي دي خو زه په افغانستان کې له دې دواړه نه ښه داګڼم چې په خپلو پښو ولاړ افغانستان دې ولرو چې هرڅه مو دافغان په واسطه وي له امنيت نه نيولې بياتربيارغونې پورې .
دروسيي دولسمشر ددغه وينا وو په غبرګون کې د امريکې ولس مشر جورج بوش هم خپله احساساتي وينا بيا ښکاره کړه او وې ويل چې د ايران اتوم به نړۍ دريم نړيوال جنګ ته ور شيوه کړي.
 
بوش په امريکايې سپينه ماڼې کې خبريالانوته په خبري ناسته کې وويل چې که په ايران کې د”احمدی نژاد” په شان يو جمهور ريس وي ، چې غواړي اسرايل ددنيا له نقشی پورته کړي، دا هم کولای شی چې په خپلو اتومی وسلو دريمه نړيواله جګره پيل کړي .
دادي اوس ددريمې نړيوالې جګړې بازينګر چې بوش اوپوتين ښکاري يو اوبل ته ګواښونه کوي خو دغه ګواښونه او په پايله کې يې کيدونکي جګړه اوددې جګړې ميدان به همدا جګړه ځپلى افغانستان وي .
په جګړوکې ګټې افغانانوته په لاس نه ورځي جګړې هر وخت دافغانانو ددښمنانو په ګټه په دې خاوره کې تمامې شوې دي .
په دې اميد چې دجګړه مارو پښې په همدې هيواد کې ماتې شي او افغانستان په نړۍ کې دسولې په سمبول بدل شي په همدې هيله


.دتلې ٢٧مه کابل