کور / خبرتیا او پيغامونه / ميدان ښار: د دريځ علمي او کلتوري ټولني پيغام

ميدان ښار: د دريځ علمي او کلتوري ټولني پيغام

دلوى څښتن په نامه


دلراوبرپښتوويب پاڼې درنوچلوونكو !


له سمسورميدان ښارڅخه دخپل ورور سلامونه اونيكې پيرزوينې ومنۍ .


قدرمنو: زه يوله هغونيكمرغه كسانوڅخه يم چې دافغانستان اوپه ځانګړې توګه دپښتني سيمودراز ، راز ناخوالوسره ، سره بياهم انټرنيټ ته لاس رسى لرم . زه چې كله سهار مهال دكارخونې ته راځم نوترهرڅه وړاندې دپښتوويب پاڼو ور ، ورپرانيزم اوګورم چې په نړۍ اوپه ځانګړې توګه دافغانستان په پښتني سيموكې څه تيريږي . نوله معمول سره سم كله چې دروان كال د تلې دمياشتې په 28 نيټه مې دبينوا ويب پاڼې ور پرانيزه نوپريوه ډيرخوندور خبرمې سترګې ولګيدې چې كله مې پرانيست نوهغه ستاسوقدرمنود ويب پاڼې دخپريدوخبروو . باور وكړۍ چې دومره خوښ شوم چې نور نوپه جاموكې نه ځاييدم پدې سره مې سمدلاسه دتليفون په مټ څوتنوانډيوالانوته دلراوبر پته وركړه .


قدرمنو : كله چې زه دا مهال په نړيوال جال ( انټرنيټ ) كې دپښتوچټكې ودې اوپرمختګ ګورم ، نوزښت ډيرخوشاله كيږم اوډاډه شم چې كه خداى كول پښتوبه له دوزخي كيدو څخه راووځي .


ګرانو : په پاى كې له ميدان وردګوڅخه د دريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دغړو په استازيتوب يوځل خپلې نيكې هيلې اوپيرزوينې دراستوم دلراوبر ويب پاڼې خپريدل ټول لراوبر پښتون ولس ته مباركي وايم دهرډول قلمي مرستې ډاډ دركوم اوپه ورځنيوچاروكې موبرياليتوب له سترڅښتن څخه غواړم .


په كليواله پښتني مينه


فضل الرحمن عمرخيل


ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه پلاوي غړى


اوددريځ مياشتينۍ خپرونې مرستيال مدير