کور / تازه خبرونه / د ثابت له خوا ليري شوي څارنوالان بيرته وګمارل شول

د ثابت له خوا ليري شوي څارنوالان بيرته وګمارل شول

الکو دعبدالجبار ثابت لخوامنفک شوي څارنوالان مې بيرته په دندو ګمارلي دي


دهيواد لوي څارنوال محمد اسحاق الکو وايې چې ټول  هغه څارنوالان او ريسان يې په دندو ګمارلي کوم چې پخواني لوي څارنوال عبدالجبار ثابت له دندې ګوښه کړي وو .


اسحاق الکو وايې چې دپخواني لوي څارنوال لخوا ګوښۀ کړل شوي کسان ټول دهغه په شخصي سليقه سره له دندې ګوښه شوي اودوي ددې په خاطر هغه کسان بيرته په دندو وګمارل چې څارنوالي دڅارنوالانودکمښت سره مخ ده اودوي داسي کدرونه نه لري  .


هغه  وويل چې دغه کسان چې په دندو يې ګمارلي دي ټولو ورسره تعهد کړي دي چې په پوره اخلاص اوصداقت سره په کار کوي .


نوموړي وويل چې دي نه غواړي دثابت په شان دفساد دمخنيوي په وړاندې داسي مپارزه وکړه چې ناکامه وي


هغه وويل چې دڅارنوالۍ په تشکيل کې يې دهر ډول فساد لپاره ځانګړې څارنوالۍ لري اوهغه څارنوالۍ به په خل وار سره دفساد په مخنيوي کې هڅې کوي


لوي څارنوال وايې چې دي تراوسه دتشکيلاتو په جوړولو بوخت دي اوترهغه چې تشکيلات جوړنه کړي دفساد په وړاندې دمبارزې په اړه به هيڅ نه کوي