کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانستان ملي سراسري جرګې خپل موجوديت اعلان کړ

د افغانستان ملي سراسري جرګې خپل موجوديت اعلان کړ


 دافغانستان ملي سراسري جرګه ، چې د 87 سياسي ګوندونو ، ټولنيزو سازمانونو ، قومي شورا ګانو او مدني ټولنو له همغږۍ څخه جوړه شوې ، د دوشنبې په ورځ د تلې په لومړۍ نېټه په کابل کې د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې خپل موجوديت اعلان کړاو په هېواد کې د وروستيو غملړلو پېښو په اړه يې خپل غبرګون او دريځ څرګند کړ.





د خبري کنفرانس په پيل کې د ولسي جرګې او همداراز د افغانستان د ملي سراسري جرګې د عالي شوراغړي پوهمنل محمد معيين مرستيال باجوړي په رسا ټکو کې د جرګې موجوديت اعلان کړ. د ده د وينا په يوه برخه کې راغلي :


« د افغانستان د وروستيو دريو لسيزو انساني غميزې د لنډولو؛ بشپړې ملي سولې او امنيت ته د رسېدو؛ ملي خپلواکۍ، ملي واکمنۍ، ملي يووالي او خاورې تماميت د خونديتوب او په پای کې د بيارغونې، آبادۍ او پرمختګ لپاره،



د هېواد يو شمېر سياسي، ټولنيز، قومي او مدني جوړښتونه د افغانستان د ملي شورا د دواړو خونو غړي، د علمي او اکاډميکو مؤسسو استازي او خپلواک ملي او اغېزمن شخصيتونه، په خپله خوښه او بشپړې آزادۍ سره د رايو په يووالي پرېکړه وکړه، چې د افغانانو ترمنځ پرونۍ بې باورۍ ختمې کړي؛ د اوسني او راتلونکو نسلونو په وړاندې د تاريخي، ملي او افغاني رسالت د سرته رسولو په منظور «د افغانستان ملي سراسري جرګه» په نوم د ټول هېواد په کچه يو با اعتباره، ملي ځواک رامنځته کړي څو د هېواد په معاصر تاريخ کې د يو رښتينې اصيل، ملي ځواک تشه اوخلا ډکه کړای شي. »



ښاغلي مرستيال د خپلې وينا په پای کې د هغوډلو ، سازمانونو او قومي ـ مدني بنسټونو لېست ، چې د جرګې غړيتوب يې منلی دی ، په دې توګه وړاندې کړ :




  1. د افغانستان اسلامي اقتدار ګوند



  2. د افغانستان ملي خوځښت ګوند



  3. د افغانستان ملي سعادت ګوند



  4. د افغان ملت ګوند



  5. د افغانستان د سولې غورځنګ ګوند



  6. د افغانستان ملي يووالي ګوند



  7. د افغانستان د مجاهد اولس د ملي يووالي اسلامي تحريک



  8. افغان وطن اسلامي ګوند



  9. مجمع ملي افغانستان



  10. د افغانستان د سولې ملي جرګه



  11. د افغانستان ملي يووالي شورا



  12. د افغانانو د تفاهم نهضت



  13. په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو جرګه



  14. د افغانستان د حقوقو او ټولنيز عدالت بنسټ



  15. د کابل پوهنتون د استادانو شورا



  16. د کابل طبي پوهنتون د استادانو شورا



  17. د کابل د پوليتخنيک پوهنتون د استادانو شورا



  18. د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو شورا



  19. د افغانستان د علومو اکاډمی شورا



  20. د کابل پوهنتون د محصلانو شورا



  21. د کابل طبي پوهنتون د محصلانو شورا



  22. د کابل پوليتخنيک پوهنتون د محصلانو شورا



  23. د ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو شورا



  24. د افغانستان د ځوانانو د همغږي جبهه



  25. ويﺉ ځوانان



  26. د ځوانانو د ملي سعادت سازمان



  27. د افغاني ځوانانو ټولنه



  28. د افغانستان د ځوانانو ملي او ټولنيز سازمان



  29. د ملت ټولنه



  30. د قومونو او قبايلو اصلاحي شورا



  31. د افغانستان د خلکو د ستونزو د حل ملي شورا



  32. د معلولينو او معيوبينو ټولنه



  33. د کابل ولايتي شورا



  34. شورای چرخی



  35. په کابل کې د خوست مېشته قومونو شورا



  36. د غزني د سولې شورا



  37. د کوچيانو قومي شورا



  38. د ذاخېلو قومي شورا



  39. د درانيو قومي شورا



  40. د حسين خېلو قومي شورا



  41. د خوګياڼيو قومي شورا



  42. د سيلمانخيلو قومي شورا



  43. د دولت زيو قومي شورا



  44. د عبدالرحيم زيو قومي شورا



  45. د شينوارو قومي شورا



  46. د وزيرو او مسود قومي شورا



  47. د خروټو قومي شورا



  48. دکوهدامن د ځوانانو او محصلينو شورا



  49. د ناورقومي شورا



  50. د اسحاق زيو  قومي شورا



  51. د موسي شفيق ټولنيزه، کلتوري ټولنه



  52. د هلمند د محصلينو او زده کوونکو ټولنه



  53. د وردګو ځوانانو ټولنه



  54. د رفيع کلتوري او مدني ټولنه



  55. د غازي محمد اکبر خان مدني ټولنه



  56. د ځدراڼو قومي شورا



  57. د ګرديز قومي شورا



  58. د توتاخيلو قومي شورا



  59. سازمان فرهنګي انسجام و مدافع حقوق بلوچهای افغانستان



  60. د ګوجرو قومي شورا



  61. د ځاځيو قومي شورا



  62. د زرمت قومي شورا



  63. د څمکنيو قومي شورا



  64. د ځوان مسلمان نسل ټولنه



  65. د الفت د ځوانانو اجتماعي او فرهنګي ټولنه



  66. د منګلو قومي شورا



  67. د احمدزيو قومي شورا



  68. د اکاخيلو قومي شورا



  69. په کابل کې د لویې پکتيا ميشته قومونو شورا



  70. د يوسف زيو قومي شورا



  71. د افغانستان د ناصرو سراسري قومي شورا



  72. دالهام ادبي ټولنه



  73. دمموزيو قومي شورا



  74. د خوازکو قومي شورا



  75. د اوبند د سپين ږيرو قومي شورا



  76. د ناوې د سپين ږيرو قومي شورا



  77. د احمد شاه بابامېنې د خلکو د پيوستون شورا



  78. د پکتيکا د خلکو قومي شورا



  79. د ساپيو قومي شورا



  80. په قيصار کې د بارکزو قومي شورا



  81. د مياخېلو قومي شورا



  82. د بغلان ولايت  د محصلينو ټولنه



  83. د کندهار ولايت د محصلانو ټولنه



  84. د ارزګان د محصلينو او متعلمينو ټولنه



  85. د لويې پکتيا د ځوانانو ټولنه



  86. په پنځمه ناحيه کې د پوهنې شورا



  87. د قلعهء زمانخان پروژې د خلکو ټولنه


تر ښاغلي مرستيال وروسته ، د لويې پکتيا د کابل مېشته قومونو شورا مشر الحاج ميراجان سحيقي په هېواد کې د وروستي، غملړلو پېښو په اړه د جرګې دريځ او غبرګون څرګند کړ . ورپسې د هلمندد ځوانانو او محصلينو ټولنې مشر  ښاغلي عبدالحکيم حکيمي په هلمندکې د بهرنيو ځواکونو د بې رحمانه بمباريو له امله د شاوخوا درې سوه بې ګناه افغانانو د وژل کېدو لنډ رپوټ وړاندې کړ. د کنفرانس په پاې کې خبريالانو خپلې پوښتنې مطرح کړې ، چې د کنفرانس د رييسه هيات له خوا ځوابونه ورکړل شول .




 



 


بسم الله الرحمن الرحيم


په افغانستان کې د وروستيو غملړلو پېښو په اړه


د افغانستان د ملي سراسري جر ګې دريځ 
 


له ۱۳۸۰ ل کال راهيسې ، چې نړيوالې ټولنې د يو لړ نړيوالو کنفرانسونو او غونډو په ترڅ کې په افغانستان کی د سولې ، ثبات او هراړخيزې بيارغاونې لپاره ټينګې ژمنې وکړې، د افغان ولس په زړونو کې داسې هيلې راوټوکېدې ، چې نور به له افغانستان سره د يو هېر شوي هېواد په توګه چلند نه کيږي او که خدای (ج) کول د څو لسيزو غميزه به نوره پای ته ورسيږي . خو له بده مرغه ګورو ، چې په وروستيو دوه دريو کلو کې ، د دې ترڅنګ چې په افغانستان کې اداري فساد او د مخدره توکو توليد د خپل تاريخ بې ساري کچې ته رسېدلي ، افغانستان د جګړې او بې ثباتۍ په داسې ژور ګرداب کې لاس او پښې وهي ، چې که په  خپل وخت مناسب ګامونه اوچت نه شي ، خدای مه کړه سبا ته به  يې د ژغورنې لپاره ډېر ناوخته وي .


همدااوس په ډېر تاسف سره ګورو ، هغه ځواکونه چې د سولې اوبشري حقونو تر شعار لاندې افغانستان ته راغلي ، په خپله يې د بيګناه خلکو پر وژنه لاس پورې کړی دی . بده لا يې دا ده ، چې نه خپله تېروتنه مني، نه بښنه غواړي او نه هم د قربانيانو کورنيو ته خساره ورکوي ، بلکې له پرله پسې غوښتنو او نيوکو سره سره په ډېرې بې پروايۍ وژنو ته دوام ورکوي   او هر ځل ترتېر ځلې لازيات وژني .که لږ  شا ته وګورو نو وينو، چې په هسکه مېنه کې يې شاوخوا پنځوس تنه راته ووژل ، په شينډنډ کې يې شاوخوا سل تنه ، او د ولسي جرګې د هغه پلاوي د رپوټ له مخې ، چې هلمند ته د وروستيو وژنو د څېړنې په موخه تللی و ، د ناټو په وروستيو عملياتو کې شاوخوا درې سوه بې ګناه افغانان وژل شوي دي اوله بده مرغه دغو وژنو ته په مطبوعاتو کې تر اوسه  ډېره  لږ ه پاملرنه شوې.


پر دې برسېره د افغانستان د غميزې د اوږدېدو يومهم لامل دا هم دادی ، چې هم اوسني دولت او هم بهرنيو اغېزمنو ځواکونوپه افغانستان کې دځايي زورواکو پر وړاندې له ډېرې مسامحې کار اخېستی او لا هم د دوی خپل سره واکمنيو ته اجازه ورکوي ، دغه ځايي زورواکي د خپلې بقا لپاره معمولا له بهرنيو غليمانو مرستې تر لاسه کوي ، د همدوی د ګټو استازولي کوي ، د نفاق احساساتي شعارونه راپورته کوي او د افغانستان د تجزيې لپاره منظم کار کوي . اوس خبره تر دې کچې رسېدلې ، چې د دوی په واکمنۍ کې د خلکو پر مال او ناموس منظم تېري ترسره کيږي او حتی صغيرې نجونې هم د دوی د افرادو له تېري څخه خوندي نه دي پاتې . بايد زياته کړو ،چې مطبوعاتو ته د دغه ډول ناوړه پېښو معلومات ډېر لږ راوځي ، ځکه چې ډېر وخت  تر تيري لاندې کورنۍ له وېرې او يا هم له شرمه خپل غږ نه شي پورته کولی .


د دغو زورواکو د مظالمو وروستۍ بېلګه د تخار په خواجه بهاالدين کې د شاوخوا اوه سوه تنو کډوالوکلا بند کول او له خپلو حقه حقونو څخه د هغوی بې برخې کول دي .دغه کډوال اوس د يوه محبس د ننه په ډېر ناوړه حالت کې ايساردي ، سم خواړه او طبي مرستې نه ور رسيږي او په لنډه موده کې يې خپل څو تنه ماشومان د ناروغيو له امله له لاسه ورکړي دي . له بده مرغه دولت د دې پر ځای ، چې د دوی له حقونو دفاع وکړي ، دتل په څېر يې يو بې واکه پلاوی ورلېږلی چې د دوی پر زخمونو يې نورې مالګې هم ودوړولې .


زموږ په اند ولس نور د بهرنيو او کورنيو زورواکو له ظلمونواوتېريو ډېر په تنګ راغلی او که نور د زور زياتيو مخه ونه نيول شي ، پايلې به يې ډېرې ناوړه وي . د همداسې پايلو د مخنيوي لپاره د افغانستان ملي سراسري جرګه خپل دريځ په لاندې توګه څرګندوي :


۱ د افغانستان ملي سراسري جرګه به د دې ترڅنګ ، چې د هغو ملکي وګړوله حقونو په کلکه دفاع کوي چې د بهرنيو ځواکونو په غير مسوولانه بمباريو کې وژل شوي اوهمداراز به له خپلې وسې سره سم د وژونکو د تعقيب لپاره او له نړيوالو معيارونو سره سم د خسارې د ورکړې په موخه نړيوالو محا کمو ته مراجعه کوي ، د بهرنيو ځواکونو پر ټولو سازمانونو لکه ايساف ، ناټو او اېتلاف ځواکونو غږ کوي ، چې نور دې سمدستي د ملکي خلکو له وژنو لاس واخلي او له هرډول کړنو او عملياتو څخه چې ملکي خلکوته د وژنواو نورو زيانونو ګواښ په کې نغښتی وي ، په کلکه ډډه وکړي ، د افغان ولس اسلامي او کلتوري ارزښتونه دې سم وپېژني او د هغودرناوی دې وکړي او همداراز د ټولو منل شويو نړيوالو قوانينو جدي رعايت دې وکړي .


۲ څرنګه چې په تېرو کلونو کې د افغانستان يووالي ته له بېلا بېلو اړخونو څخه ډول ډول دسيسې جوړې شوي او په بېلا بېلو نومونو د نفاق او بېلتون هڅې شوي ، موږ له افغان دولت او ټولو ملي ځواکونو څخه غوښتنه کوو ، چې د د غو دسيسو د مخنيوي او د يوه پياوړي واحد ملت د جوړېدو په موخه پر يوې دقيقې ملي ستراتېژۍ کار وکړي او د ټولو سيمه ييزو او قومي ستونزو لپاره د حل عادلانه او قاطع لارې چارې ولټوي .


۳ ـ د اسلام سپېڅلی دين د مسلمانانو تر منځ  هرډول توپير او تبعيض مردود ګڼي او د همدغو سپېڅلو دستورونو په رڼا کې د افغانستان اساسي قانون ، چې زموږ ملي وثيقه ده ، په ۲۲ ماده کې وايي چې د افغانستان د اتباعو تر منځ هرراز تبعيض او امتياز منع دی . همداراز د ۳۸ ،۳۹ او ۴۰ مادو د حکمونو پر اساس هر افغان ته د هېواد په هرګوټ کې د سفر او استوګنې آزادي ورکړ شوې ده  اود دې تر څنګ  په صراحت سره راغلي ،چې د شخص شتمني له هر ډول تېري څخه خوندي ده . نو په همدې دلايلو موږ پر ټولو دولتي چارواکو غږ کوو ، چې په تېر ناورين کې د ټولو هغو افغانانو ملکيتونه او شتمنۍ چې په هر نوم غصب شوي ، بايد بېرته ورکړل شي او هرچا چې په خپل وخت کې له واک څخه ناوړه او غير قانوني ګټه اخېستې له هغوی څخه بايد قانوني پوښتنه وشي او په عدلي توګه تعقيب شي . البته د افغانستان ملي سراسري جرګه هم ددغه موضوع تعقيب خپله دنده ګڼي . موږ له دولت او نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو، چې په بهر کې د افغان مهاجرينو او د هېواد دننه د بې ځايه شويو کډوالو د حقونو د اعادې لپاره نه يوازې کلک او ګړندي ګامونه اوچت کړي ، بلکې د هغوی د بېرته ستنولواو تشويق لپاره ځانګړې اسانتياوې هم په پام کی ونيسي .


۴ د افغانستان ملي سراسري جرګه خبرداری ورکوي ، چې که د دوی د غوښتنو پر خلاف بيا هم د ملکي خلکو وژنه تکراريږي او ياهم د دوی ديني او کلتوري ارزښتونو ته سپکاوی کيږي او يا هم په کورنۍ کچه د افغان ولس له بېلا بېلو پرګنو سره د بې عدالتۍ له مخې چلند کيږي او په لوی لاس د دوی پر حقونو سترګې پټيږي ، جرګه به د ټول هېواد په کچه خپل د اعتراض غږ اوچتوي او د اعتراض پر ټولو سوله ييزو لارو چارو ، لکه لاريونونو ، سراسري اعتصابونو او کاربنديزونو به لاس پورې کوي او په زغرده به د افغان ولس له حقونو دفاع کوي . 
 


په درنښت


د افغانستان ملي سراسری جرګه