کور / تازه خبرونه / د نيم ميليون ډالره په لګښت ميخانيکي لېسه جوړيږي

د نيم ميليون ډالره په لګښت ميخانيکي لېسه جوړيږي

په ميدان  وردګ ولايت كې د نيم ميليون ډالرو څخه په زيات لګښت دميخانيكي ليسې د ودانۍ د بنسټ ډبره كيښودل شوه  


د تلې په دريمه نيټه د ميدان وردګ ولايت د تورو تيږو په سيمه كې د دميخانيكي ليسې د ودانۍ د


 بنسټ ډبره د نشه يې توكيو پر وړاندې د مبارزې  وزير جنرال خدايداد او دميدان وردګ والي محمد حليم فدايى لخوا د يولړ مراسمو په ترڅ  كې كيښودل شوه . ددې په خاطر چې دميدان وردګ ولايت نشه يې توكيوله پلوه صفر دى نو د نشه يې توكيو پروړاندې دمبارزې وزارت  د يوميليون ډالرو نوره مرسته اعلان شوه.


دميدان وردګ والي محمد حليم فدايى  دنشه يې توكيو پروړاندې دمبازې وزارت دغه نيك ګام وستايلو او زياته يې كړه چې ددغه ميخانيكي ليسې  په جوړولو سره به د مسلكي  او تخنيكي ظرفيتونواو كدرونو دستونزو په حل كې د ميدان وردګ له ولس سره  مرسته وكړئ  ، همدارنګه دنشه يې توكيو پر وړاندې دمبارزې وزير جنرال خدايداد د د افغانستان  اسلامي جمهور رييس  (۹۹) فرمان چې دنوموړې ليسې په اړه صادر شوې وه  ګډونوالو ته ولوستو همدارنګه ښاغلى وزير ددې ولايت مبارزه دنشه يې توكيو پروړاندې وستايله او د يوميليون نورو امريكايي ډالرو ژمنه يې وكړه چې ددې ولايت په واك كې به يې وركوي ترڅو په دې ولايت كې دبيارغاونې بهير نور هم چټك شي.


 نوموړې ميخانيكي ليسه چې د بديل معيشيت پروګرام  پراساس د نشه يې توكيو پر وړاندې دمبارزې وزارت په مالي  لګښت  د (۵۶۰،۶۸۸) زرو امريكايي ډالرو په ارزښت  په( ۳۰۰۰ )متره مربع ځمكه كې د( ۹) مياشتوپه جريان  كې د افغان جرمن شركت لخوا په دوه ودانيو كې چې يوه يې  تدريسي  ودانې چې (۱۰) تدريسي خونې،(۲) د(زيرمتون )ګودامونو خونې،  داستادانو،دمعلوماتو ، دانتظاراود ډيپارټمينټ خونې   لري او همدارنګه دليلي ودانۍ چې (۲۴) د اوسيدلو، (۲) د دفتر، (۲) ګودامونه  خونې او نور داړتيا وړ اسانتياوې په لرلو سره په نوې او عصري سيستم  جوړيږي


ديادونې  وړ ده چې ددې ترڅنګ مسجد، خوړنځاى(طعام خوري) او يو دكانفرانسونو تالار هم  په پلان كې دي، په دغه ميخانيكي ليسه كې به (۵۰۰) تنه شاكردان د د (۳۶) مسلكي استادانو لخوا زده كړې ترلاسه كوي  او دټولني ته به وړاندې كيږي.