د عليشا پکتياوال سره د لراوبر لنډه مرکه
دتلې دريمه نېټه
دکابل دامنيه قوماندانۍ دجنايي جرمونوپروړاندې دمبارزې اوتحقيق دچارو مشر جنرال عليشاه پکتياوال وال وايې چې دنن سهار په چاودنه کې سرسري ټپي دي اوروغ رمټ دي
پکتياوال په خپل دفتر کې له لر اوبر سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې دي او ورسره ملګري پوليس يې دکمپنۍ دآب رسنۍ په پوسته دتيرې شپې دبريد دعلت اوتحقيق په خاطر تللى وم چې هلته ناببره چاودنه وشوه اودوه پوليس مړه اوپنځه زخميان شول چې په ټپيانو کې خپله هم شامل وو .
پکتياوال چې ښي لاس يې په پټۍ تړلى وو لراوبر ته وويل چې تيره شپه دکمپنۍ دآب رسنۍ په پوسته باندې بريد شوي وو اودرې سرتيري يي وژل شوي وواووسلې يې هم وړل شوې وي .
هغه وويل چې مخالفينو په ډيره نامردي سره يوټلويزيو ن دپوليسو په پوسته کې ايښي وو اوکله چې پوليس سيمې ته ورسيدل نو دوي په دې ټلويزيون کې دريموټ کنټرول بم ځای پرځای کړی وو او انفجار يې ورکړ چې ددوپوليسو په وژنه اودپنځو دټپي کيدو سبب شوه .
هغه وويل چې دوي په دې اړه تحقيقات کوي اوډير ژربه ددې علت په ډاګه کړي خو دوسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بياوايې چې ددوي هغه ملګري چې دکابل په ښار کې دننه عمليات کوي هغوي په دې پوسته باندې بريد کړي او اته پوليس يې وژلي اودهغوي وسله اونورمهمات يې په غنيمت له خپل ځان سره خپلو مرکزونوته کوم چې په ښار کې دننه دي انتقال کړي دي .
مجاهد ادعاوکړه چې ددوي دمشرتابه دپريکړې له مخې دوي به اوس دکابل ښار په دننه اوشاوخا کې ډير بريدونه ترسره کوي .
دکابل دکمپنۍ په سيمه کې په دې وروستيو کې ډير بريدونه ترسره کيږي
دوه ورځې وړاندې دوردګو ولايت دسرحدونواوقبايلو چارو ريس تورګل هم په همدې سيمه کې دوسله والو طالبانو لخوا په ډزو وويشتل شو او ووژل شو