کور / تازه خبرونه / په کابل کی د وژل سوو پولیسو شمېر ۶ ویل سوﺉ

په کابل کی د وژل سوو پولیسو شمېر ۶ ویل سوﺉ

رویټر د کابل څخه خبر ورکوی چی تیره شپه د کابل پر څنډه د پولیسو پر یوه پوسته طالبانو حمله وکړه چی درې پولیس یې ووژل . خو تر دې وروسته یې پدې ورانه کړې پوسته کی یو ماین کښیښود . کله چی سهار د جنرال علی شاه پکتیا وال په مشرۍ یوه ډله نور پولیس د پلټنو په غرض راغلل نو دغه تعبیه سوﺉ ماین پرې وچاودېد او درې نور پولیس یې هم ووژل خو جنرال علی شاه زخمی سو . په راپور کی ویل کیږی چی ګڼ شمېر پولیس زخمیان سوي دي . طالبان وایی چی دوی خپله توجه کابل ته ډېره کړې ده .