پښتو متلونه ليکنه او ټولوونه( امين الدين سعيدي )
څو لنډي خبري :
اولسي ادب د اولسونو معنوي پانگه ده ، دغه په زړه پوري فکري ټولنيزه پانگه د زماني په اوږدو کي دټولنيز ژوند په خوره لمن کي دسترو ملي ارزښتونو په توگه تومنه اخلي .
انسان ټولنيز موجود دي دټولنيز ژوندله لوړو او ژورو ارزښتونو ډک بهير په ډاگه ښي چي که انسان ټولنه جوړه وي همدا انساني ټولنه بيا پر خپل وار د انسان دشخصيت په جوړ ولو او لو رو ټاکلو کي ټاکلي بر خه لري . داولسي ادب په تلپاتي بڼ کي متلونه ځانگړي ځاي لري . متلونه هغه لنډي خو له معني ډکي جملي دي چي هر يوه يي ځانته وزن ، خوند او انسان جوړونکي او لوري ورکونکي ارزښت لري . متل دپيړ يو ژوند تجروبو پر بنسټ دفکر او پوهي حکمت بڼه ده .دغه لنډ خو په معني کي پاخه او رسيدلي احکام دزماني په تيريدو کي نه يو اځي خپل خوند او رنگ نه بايلي او دژوند پاڼي ئي خزان نه وهي بلکي پخيدو سره سم لا پسي پخيږي ځکه داد خلکو له زړو رواتي هغه خبري دي چي مخامخ دخلکو زړونه لاره باسي . دي څو متلونه ته وگوري .
نا پوه دومره بر بل نه کوي لکه پر ځان .
پردي کټ تر نيمو شپو وي ،
په اور چي لو بيږي نو سوزيږي،
تر څو رښتيا راځي درواغو به کلي وران کړي وي .
پردي خواړه يا پور دي يا پيغور .
غره په غره نه ورځي خو سړي په سړي ورځي .
همداوس خپل په وينو او اوښکو لړلي هيواد خورورو هيوادوالوته وگوري همدا اوس ورته په سلگونونور پښتو متلونه هر يو دژوندانه لوي لوست دي . ولي دبد مرغي پدي تياره کنده کي ولويدو ؟مگر همداوس نا پو هي ، دپردو په کټ ناستي ، دروغواو له لور سر لوبو او ځانځاني ورکي ته ونه ليږدولو ؟
ارواښاد بهاوالدين مجروح دځانځاني ښامار ( اژدهاي خودي ) په منظوم اثر کي ددغه تور طاعون ريشي په فکري فلسفي بڼه را وڅيړلي دهغه وتلي اثر انساني حکمي پايله همدا وه چي « غره په غره نه ورځي خو انسان په انسان ورځي » دغه انساني حکم دپيړي مال دي او پيړي پيړي په خپل قوت پايي ، نن چي افغان اولس دنړيوالو او سيمه ييزولو بو لاس تړلي قرباني شو اوخپلو نا پوهيو، ځانځانيو او ځان وژونو په ګوټ ګوټ کي خورور کړ ، او ستري فکري ، هنري اوادبي ملي پانگي يي يا د اور لمبو کي وسوي يا دبوسو په بيه د ليلام بازار ته وړاندي شوي ، پدي اورکي خزاني ډيره لږه برخه هم څوک راټولولي او خوندي ساتلي شي دابه دډير لوي ارزښت لرونکي کار وي .
دپښتو متلونه راټولول او داولسي ادب ديوي درني برخي په توگه دهغو ژوندي ساتل له ملي فرهنگ او شتنمي سره د ژوري ميني درلودلو معني لري . داسمه ده چي پښتو متلونه پخوا څو څو ځله په لويو لويو ټوکونوکي راټول اوچاب شويدي خو نن زمونږ زيات شمير وطنوال له داسي حالاتو سره مخامخ دي چي هغو لويو مجموعو ته يي لاس نه رسي همدا کوچني درسونه هم لوي ارزښتونه دي .
دامير حبيب الله دامارت په دوره کي ارواښاد غلام محي الدين افغان د هغه وخت دملي خپروني «سراج الا خبار» په ګڼو کي دلومړي ځل لپاره له پښتني فو لکلورڅخه مشهور متلونه را ټول او چاپ کړل دغه کار هغه وخت داولسي ادب دمينه والو ډيره ژوره تنده ماته کړه .
باور لرم چي ددرانه ورور «امين الدين سعيدي » دپښتو متلونه دغه راټولو شوي کوچني خوله ستر ارزښت ډکه مجموعه به لږ تر لږه دغربت او مهاجرت په دنيا کي دډير و مينه والو تنده ماته او ديښتنو اولسي ادب دمتلونو ستر بڼ دغه ښکلي څانگه به دډيرو افغاني مهاجرو کورنيو دکورونو زينت شي .
دافغانستان دټولو ورونو اولو سونو دملي فرهنگ او دهيواد دادبي او هنري شتمنيو دخوندي ساتلو او ودي په هيله .
شاه محمد« حصين »
کلن – جرمني ١٩٩٦ کال
پښتو متلونه
اول سلام پسي کلام .
اول ځان پسي جهان.
امانت ځمکه هم نه خيانتوي.
انسان تر کاڼي کلک تر ګل نازک دي .
اوبه په ډانګ نه بيليږي.
اوبه چي تر سره شي څه يوه نيزه څۀ دوه نيزه .
اوبه له سره خړي دي .
اوبه به تيري شي کاڼي پاتي کيږي .
اورته خپل او پردي يودي.
اوسپنه پر اوسپنه ماتيږي.
اوسپنه چي څومره ټکول کيږي هومره کلکيږي.
اوښ په بډه نه وهل کيږي.
اوښ ته ويل غاړه دي کږه ده ويل کوم ځاي مۍ سم دي .
اول زده کړه بيا کوژده کړه .
انتظار له وژلو زيات دي.
آسمان چي څومره غريږي هومره نه وريږي.
اور ته راغلي دکور ميرمن شوي !
اورته چي نږدي کيږي خامخا سوزيږ ي.
اصيل ته اشارت کم اصل ته کوتک .
آزمويلي سړينه آزمويي .
آسونه ئي نعلول چنګښو هم پښي پورته ونيوي .
اوبه خړي ماهي نسي .
اختر پټ ميړه ندي .
ابي مړه تپه شکيدلي.
باد چي پاسني وي باران يي ګړندي وي .
مار چي هر څومره خوار شي بيا هم څنګښي نه خوري .
بښنه په لک حساب په کلک .
بد بوټي بلا نه وهۍ .
بد به دي په زړه لرم سلام به دي خوله .
بد تربور په بده ورځ پکار يږي.
بي ډوله مه ګډيږه .
بلاوه وه خو برکت ئي نه و .
پي ګودره مه ګډيږه .
بل ته چي گوته نيسي ُ ځانته دري کوتي نيول کيږي .
بي عقل دومره پر بل نه کوي لکه په ځان .
بيکاري هسي بلا ده هم ددين هم ددنيا ده .
بد زوي نه زوي .
بيړه دشيطان کار دي.
بد بوټي بلا نه وهي .
په دوه بيړ يو پښي مه ږده .
پوره ! ورک دي کړل دوه کوره .
پر پچه وخوت کشمير يي وليد .
پر دي خواړه يا پور دي يا پيغور .
پردي کټ تر نيمو شپو دي .
پر ښو تلوار او پر بدي وتاءمل .
پړ مي که مړ مي که .
پښي هلته ځي چي زړه ځي .
پلار ګټلي زوي ته آسانه .
پور چي ځنډيني شي خوړني شي.
پر پردي کور سل ميلمانه هيڅ دي .
پخپله خر نه لري دبل به آس خاندي .
په ډيرو ړوندو کي يو سترګي پا چا وي .
په شرم هغه شر ميږي چي پري پو هيږي .
په درنو دروند په سپکو سپک .
په يو څپيړه دوه مخونه خوږ يږي .
په يو ګل نه پسرلي کيږي .
په يوه موزه کي دوي پښي نا ځايږي .
پشي خو به له اوړو جوړه کړو خو ميو به څوک وکړي .
په کور کي کلي نشي .
پوردي وي په ورور دي وي .
تر پردي ګلالي زوي خپله بدرنګه لور ښه ده .
تر پراته زمري گرځنده ګيډړه ښه ده .
تر څو چي رښتيا راځي درواغو به کلي وران کړي وي .
توري به لا لا وهي مړي به عبد الله وهي .
تر تياري برخي مه تير يږي .
ترکاڼي دبيزو کار نه ده.
جامه چي دپور شي په ځان اور شي .
چي جنګ سوړشو ميري تود شو .
چي نه دي وه سيالي مه کور کړه مه کالي .
خپل گور هر چاته تنګ ښکاري .
خر به خند اه نه پو هيږي .
خپل عمل د لاري مل دي .
خپله خوله دي هم کلا ده هم بلا .
خپل ګريوان دبل لاس ته مه ورکوه .
څوک ځان غواړي څوک جهان .
څه چي په ګټوه کي وي په څمڅي کي را پورته کيږي .
څه ژرنده پڅه څه غنم لانده .
څو ګړي ږيره د چړي لا يقه ده .
چا به کلي نه پر يښود وي اس مي دملک کره وتړي .
چاړه که دسرو ده هسي نه چي دځيګر دمنډو ده .
چي اختر تير شي نکريزي په ديوال وتپه .
چي باد نه وي وني نه ښوري .
چي بد کوي بد به مومي .
چي بد ګر ځي بد په پرځي .
چي غواړي په هغو واوړي .
چي او ګره سړيږي ميلمانه ډيريږي.
چي زه او ته راځي نو څه دي دقاضي .
چي باغ پوخ شي باغون کوږشي .
چي سړي زړيږي حرص زياتيږي .
چي ډب نه وي ادب نه وي .
چي موړشي سوړ شي .
چي دښمن په پاتو مري په زهرويي مه وژنه .
ددرواغو مزل لنډ وي .
دا وړي نه شړي ګيږي .
دلمدو خټو لږ اوبه حاجت وي .
ډيري لاړي لږ ولاړي .
دزور او به په څلي خيژي .
دميږ چي مرګ راشي وزرونه وکړي .
دملک مخي او د قاطر شاته مه زه .
دمرورو برخه تا لاوي .
دحجر ا غم به کورته راوړم دکور غم به چيرته يو سم .
دسوال مړي له ستوني نه تيريږي .
دو هندواني په يو لاس کي نه نيول کيږي .
دړ انده له نيولو او د کاڼه له وهلو د خدي ساته .
دو پک هغه هم سره ورک .
دريا ب په لوټه نه خړيږي .
دزرو قدر په زرګر وي .
دزړه زړه ته لار وي .
دزمر کور بي هډو کو نه وي .
د زورورو وهل او د کمزوري کنځل .
دسپو له خواري ګيډړان پر بامو لوبي کوي .
دسوال په اوبو ژرنده نه ګرځي .
دښار دروازي تړل کيږي دخلکو خولي نه .
دظلم عمر لنډ وي .
د غريب غاښ په حلوا کي وځي .
دغريب ملا په آذان څو ک روژه نا ماتوي .
دغنمو له برکته اغزي هم او به کيږي .
دکبر کاسه نسکوره ده .
د گو نگي ځوي ژبه خپله مور ښه پو هيږي .
دگيډړ تر نازه د زمري داړل ښه دي .
د لو گري لو ته زړه نه کيږي لور په لو ټه تيروي .
دټولو نيمه، نيمه د انا شوه يو نيمه .
دنيا ء په اميد خوړله کيږي .
دوږي سترگي په دستر خوان کي وي .
ديوال نم زړوي خو انسان غم زړوي .
ديوي سپږي لپاره ټول پو ستين مه سوزه .
دراغجن د رواغ وايي او ريښتني يي قياس کوي .
دفقير چي چيرته ښه هلته شپه .
دمچ جنگ به د پک په سر معلوم شي .
دغه گز دغه ميدان .
دميړه يا ترب دي يا خرب .
درياب به لو ښو نه وچيږي .
دخوارانو ديگ په صبر پخيږي .
دصبر خواړه خواږه وي .
دقبر خاوري په قبر تماميږي .
دمړي څخه شيطان بيزار دي .
درواغ د ايمان زوال دي .
دښار وو ځه له نر خه نه .
دوست ته حال وايه دښمن ته لاپي کوه .
دوست به دي وژړوي دښمن به دي وخندوي .
ډ بره دخوارو په سر ولويږي .
ډمي نڅا نه شوه کولاي ويل ځمکه کږه ده .
ډم چي ډول وهي زور به يي لري .
رښتيا ويل تر خه دي .
رحم په ليوو ظلم په پسو .
ژرنده که د پلار ده هم په وار ده .
روغ صورت نيمه پاچاهي ده .
مگر زه وايم چي روغ صورت جوړه پاچاهي ده .
څوک چي روغ صورت ولري هر ورځ يي اختر دي .
مگرزه وايم څوک چي روغ صورت ولريورځ يي اخترشپه يي برات دي .
زه گورم وتاته ته گوري وماته کار شو ترميځ پاته .
زهر به زهرو وزي .
ړانده يو ځل امسا ورکوي .
سر که لا اړ شي عادت نه ځي .
سرکه غټ هم وي پټکي غواړي .
سترگي له ستر گو شر ميږي .
سل دي ومره يو دي مه مره .
سپين والي د زړه ښه دي نه دويښتو .
مگر زه وايم سپين والي دويښتو ښه دي نه دسترگو .
سپي ډير دځان لپاره غاپي لږ دکور دپاره .
سر خريلي ښه ده نه ميړه شړلي .
ښه کوه له پاچا مه وير يږه .
شرم لکي نه لري .
مگر زه وايم که چيري شرم لکي ولري نو اندازه به يي ګرانه وي .
عقل له کم عقلو زده کيږي .
عقل لعل گوهر دي نه په زور دي نه په زر دي .
غم له غمه نه شر ميږي .
غلبيل کوزي ته ويل چي سوري يي .
غر که لوړ دي به سر يي لار ده .
غله ته هر کاڼي سړي ښکاري .
غل په غره کي نه ځايږي .
غله ته وايي غلا ه کوه دکور څيښتن ته وايي کور سا ته .
غل غل پيژني او مل مل .
غوښي خانانو وخوړي پر هډوکويي سپي جنگ کوي .
غوښي د هر چا خوښي دي خو پشو ايمان پري راوړي .
غر به غره نه ورځي خو سړي په سړي ورځي .
فيل که هر څو مره تږي شي په نس کي ئي يو زنگون اوبه وي .
که ښه يم له يارانو سره يم .
کيله ،کيله دخداي په هيله .
کم عقل اول ننک کوي بيا جنگ کوي .
کار چي بي استاده وي؛ خود به بي بنياد وي .
که او به زور لري ځمکه سور لر ي .
که مشر مشر توب غواړي کشر هم ددنيا دود غواړي .
کوڼ دوه واره خاندي .
کار اسان دي خو پيل يي گران دي .
کوټ کوټ دلته کوي خو هگي هلته اچوي .
کور کي دي جواري نشته له دماغه دي دپلو بوي راځي .
کار گر کور مړوي لټ مور ژړوي .
کبر جن دخداي دښمن دي .
که هر څوک هو ښيار يي نادان پو ښته .
که نړي ودانه ده په مړي قيامت دي .
که ډوډي دبل ده نس خو دي خپل دي .
که سړي غرونه دي ښځي يي اړمونه دي .
کارغه د زرکي رفتار کاوه خپل يي هير شو .
کوږ بار تر مزله نه رسي .
کونډ ه د زوي په طعمه له ميړه ووته .
کلال يي په کودي کي خوري .
که شپه تياره ده مڼي په شمار دي .
گوړه ، گوړه يادوه خوله به دي خوږه شي .
کيد ړي ته خپل پوست بلا دي .
گاوميښه دگل په بوي څه پو هيږي .
ګټي تر گټو لاندي دي .
گنجي که داکتر واي نو لومړي به ئي دخپل سر علاج کړي واي .
له شنه آسمانه وريدل نه کيږي .
له پور وړي بل خوار نشته .
له خوشي غږيدو پټه خوله ښه ده .
له پښي تښته نشته .
لو څ له ابو نه ډاريږي .
ليوه هغه ميږه وړي چي له رمي جلا وي .
لو يه مړي ستوني شکوي .
لږ وخوره تل وخوره .
له يوه لاسه ټک نه خيږي .
له ښاره وو ځه خو له نر خه مه وځه .
لنډ ه ژبه هر ي خواته گرځي .
مه ځه په هغه لار چي نه دي مور ځي او نه پلار .
مرگ حق دي گور او کفن شک دي .
مرگ نه په واړه دي نه په زاړه .
مرگ د ډيرو پرده ده .
مساپري بده بلا ده .
او زه وايم بي وطني ستره بلا ده .
ملا ځان هير کا او بل ته مسلي کا .
ماما چي جيب ته لاس کوي د خوري طعمه ورته وي .
مرغه دانه ويني لومه نه ويني .
موړ د وږي له حاله څه خبر دي .
مه کوه په چا چي وبه شۍ په تا .
مار د ځان له ډاره خولي اچوي .
مړي نه خاندي که وخاندي کفن څير وي .
مور که ليو گي هم شي خپل ځوي نه خوري .
مه داسي خوږ شه چي څوک دۍ وخوري .
مه داسي تريخ شه چي ودي غورځوي .
ماهي چي نيسي تر لکي يي نيسه .
مار چيچلي له پړي ډاريږي .
ميږ ته چي خداي په قهر شي نو وزرونه ورکوي .
ميا که رښتيا ميا وي خپلي وزي به ميږي کړي واي .
مخ يي پټ کړه رنګ ئي ورک کړه .
ميلمه وي دڅو شپو نه چي پايي تر کلو .
نرمه غاړه توره هم نه غو ځوي .
نوم دلنگر دي کور دي ډگر .
ورک شه هغه ورور چي له ډمانو اخلي پور .
وړکي خوله لويي خبري .
وزه له ليوه نه تښتيده د قصاب کره ننوته .
وروري به کوو حساب تر مينځ .
وزه چي څملي خپل ځاي پاکوي .
وږي پيشو د زمري سره چنکيږي .
وږي ته چا ويل څلو رڅلور څو کيږي ويل ئي اته ډوډي .
واده يم خو خبره نه يم چي په چا .
وزه چي په بام وخيږي نو ليوه ته ښکنځلي کوي .
وچي خاوري په ديوال نه نښلي .
وني چي ميوه نيسي ډبري په خوري .
هر څه چي خام وي پخيږي انسان چي خام شو نه پخيږي .
هيڅوک نه وايي چي زما شړومبي تروي دي .
ښه وکړه په ابو کي يي واچوه .