کور / تازه خبرونه / د كابل چاپ نننيو ورځپاڼو ته لنډه كتنه

د كابل چاپ نننيو ورځپاڼو ته لنډه كتنه

نېټه: 25-09-2008 د تلې (ميزان) څلورمه


ويسا
ويسا په خپله نننۍ ګڼه كې د افغان ولسمشر حامد كرزي وروستۍ څرګندونې رااخيستي چې په امريكا كې يې ويلي افغان ملي اردو ته دې زياتې پيسې، الوتكې او تجهيزات ولېږل شي.


ورځپاڼې په بل ځاى كې د امريكا د دفاع وزير له قوله ليكلي، چې امريكا په پاكستان كې د جنګياليو لټون خپل حق بولي.


ويسا په خپله نننۍ سرمقاله كې د تروريزم په وړاندې روانه مبارزه څېړلې ده. 



هېواد


هېواد دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې خبر وركړى چې په خواجه بهاوالدين كې د راستنو شويو د ستونزو د حل لپاره يو بل پلاوى وټاكل شو.


ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې  د ټروريزم په وړاندې مبارزې په برخه كې د نړيوالې ټولنې هڅې هم څېړلي دي.


هېواد په بل مطلب كې ليكلي، د ملي ګټو لپاره د ملي سراسري جرګې د موخو هركلى كوو.


اراده
ارادې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې د يوشمېر سوداګرو له خولې خبر وركړى، كه امنيتي حالات ښه نه شي، پانګوال به افغانستان پرېږدي.


ورځپاڼې په بل ځاى كې د امريكا په حواله ليكلي، قبايلي سيمې د طالبانو او القاعدې ستر پناه ځايونه دي.


ارادې په خپله سرمقاله كې افغانستان ته د سولې د راتګ مسئله څېړلې او ليكلي يې دي، تركيه كولاى شي د افغانانو د پخلاينې په برخه كې مهم نقش ولري.


هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په يوه غټ سرليك كې ليكلي، پاكستان ځواب وركوي، امريكا غلې ده.


ورځپاڼې په كابل كې پر يوه امنيتي پوسته د وسلوالو طالبانو بريد ته په اشارې په خپله سرمقاله كې ليكلي، په كابل كې د خطر زنګ وشرنګېد.


هشت صبح په يوه بل مطلب كې وروستۍ ګراني هم څېړلي او ليكلي يې دي، خلك له جګړې څخه نه تښتي، خو له ګرانۍ تښتي.


ملي ارمان
ملي ارمان نادولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې د افغان ژورناليستانو د ټولنې د وروستۍ غونډې راپور خپور كړى او ليكلي يې دي، حكومتي چارواكي بايد له خبريالانو څخه د غلامانو په توګه استفاده ونه كړي.


ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې ليكلي، وسلوال طالبان سږكال پاكستان ته نه ځي، بلكې جنګېږي.


ملي ارمان په خپل دويم خ كې د پاكستان پر وضعيت يوه تحليلي ليكنه خپره كړې او ليكلي يې دي، پاكستان د افغانستان په پرتله ډېر خونړى شوى دى.


اصلاح او انيس
دولتي ورځپاڼو اصلاح او انيس هم ګڼې تبصرې او تحليلي ليكنې خپرې كړې دي. اصلاح په خپله سرمقاله كې ليكلي، په هېواد كې څلورمليونه خلك د بېوزلۍ له كچې هم ټيټ ژوند لري.


انيس بيا په خپله سرمقاله كې افغانستان ته ورپېښ ګواښونه څېړلي او ليكلي يې دي، په دې برخه كې يوې نوې تګلارې ته ضرورت ليدل كېږي.


راه نجات
راه نجات ورځپاڼې په اسيايي ټولنه كې د ولسمشر حامد كرزي ګډون څېړلى او ليكلي يې دي، د ټروريزم په وړاندې مبارزې په برخه كې هيلې ژوندۍ شوې دي.


ورځپاڼې د يوه روسي چارواكي وينا هم رااخيستې چې له افغانستان څخه هر كال د ۱۶ مليارده ډالر و په ارزښت هيرويين روسيې ته قاچاقېږي.


راه نجات په خپله سرمقاله كې د فلسطين وروستى وضعيت څېړلى دى