کور / تازه خبرونه / كندهار: د بم چاودنو دوو پېښو درې كسه ووژل

كندهار: د بم چاودنو دوو پېښو درې كسه ووژل


د كندهار امنيه قومندان مطيع الله خان وايي په سپين بولدك د پوليسو پر يوه موټر د بم په چاودنه كي دوه پوليس وژل سوي دي.
د قومندان په وينا چاودنه د ريموټ كنټرول په ذريعه ترسره سوې ده.
دوهمه چاودنه په ښار كي د پوليسو پر يوه بس موټر د بريد دپاره پلان سوې وه، چي يو لاروى يې وژلى دئ.