کور / تازه خبرونه / د افغانستان په اړه د امريكا نوې پاليسي تر غور لاندي ده

د افغانستان په اړه د امريكا نوې پاليسي تر غور لاندي ده

د امريكا جمهور رئيس ډبليو بوش په افغانستان كي د امريكايي پاليسۍ د بدلون حكم وكړ.
د دفاع وزارت يوه لوړ پوړي چارواكي وويل چي د امريكا د ملي امنيت د مرستيال مشر جنرال ډګلس ليوټ په مشرۍ يوه ځانګړې غونډه جوړه سوې وه، چي پكښي د پنټاګان او نورو حساسو امنيتي ادارو استازو هم ګډون كړى و.
په غونډه كي د امريكا پر اوسنۍ او نوي پاليسي باندي تاوده بحثونه سوي او ګډونوال د نوي پاليسۍ د عملي كېدو پر لارو چارو هم ږغېدلي دي.
په دې غونډه كي جنرال ډګلس ليوټ وويل په افغانستان كي د امريكا د اوږدمهالي برياليتوب دپاره هڅي رواني دي او پر يوه مخ د نوي تګلاري د پلي كېدو اړتيا نسته.
هغه وويل په پاكستان كي د تروريستانو د فعاليتونو د مخنيوي دپاره د پاكستان، افغانستان او امريكا د درې اړخيزي ستراتيژۍ پر جوړولو كار روان دئ او د دفاع وزير رابرت ګېټس ډاډ وركړى چي پاكستان ورسره په دې نوې ستراتيژي كي ملګرى دئ.
بلي خواته په كابل كي د امريكايي پوځ لوړ پوړي جنرال جان كراډوك خبريالانو ته وويل په افغانستان كي د طالبانو مخنيوى هغه وخت امكان لري، چي پر هغوى د تارياكو د كاروباريانو پيسې او وسلې بندي سي .
رابرټ ګېټس پر ناټو او نورو ملګرو هيوادونو باندي زور اچولى چي د تروريستي شبكې د له منځه وړلو دپاره په عملياتو كي تېزوالى راولي او په افغانستان كي د تارياكو د كاروبار مخنيوى هم يقيني كړي.