کور / اسلامي / په اسلام کی کار،کسب او تجارت

په اسلام کی کار،کسب او تجارت

1- هرچا ته پکار دی چه په تينګ غزم کار وکړی او دنورو داوږو بار جوړ نه شی له حضرت نبی صلی الله


عليه وسلم څخه خلکو پوښتنه وکړه تر ټولو غوره ګټه کومه ده وی فرمايل دخپل لاس ګټه او هغه کاراوبار چی به هغه کی درواغ او خيانت نه وی .


همدارنګه فرمايی :طَلَبُ كَسْبِ فَرِيْضَةُ ُ بَعْدَ الفَرِِضَةِ ( بيهقی ) ورسته د دينی فرايضو نه د مسلمان فريضه حلال کسب دی .


۲- دکاراوبار دپرمختګ لپاره تل رښتيا لاره غوره کړی له درواغو چل او فريب څخه ځان وساتی حضرت نبی صلی الله عليه وسلم فرمايی :دقيامت په ورځ به خدای جل جلا له له هغه سړی سره نه خبری وکړی اونه به ورته وګوری نه به بښنه ورته وکړی اونه به يی جنت ته داخل کړی ،چی په درواغو قسمونو خوړلو خپل کاراوبار ته پرمختګ ورکول غواړی (مسلم ).


۳- په کاراوبار کی تل امانت اودينداری غوره کړی ،اوهيڅکله چاته د خراب مال په ورکولو اويا ذياته ګټه خپله حلاله کټه مه مرداروی .


حضرت نبی صلی الله عليه وسلم ويناده : التَّاجِرُ الاَمِيْنُ مَعَ النَّبِيِينَ  وَالصِّدِِقِينَ وَ الشُّهَداءِ (الترمذي)  رښتنی اوامنتدار سوداګر به دقيامت په ورځ دنبيانو ،صديقينو ،او شهداؤ سره يو ځای وی.


۴- داخستونکی پرځان دباور راوستلو کوښښ وکړی ،چی هغوی تاسی خپل خيرخواه وګڼی پرتاسی باور وکړی ، حضرت نبی صلی الله عليه وسلم فرمايی :چاچی پر پاکه اوسپڅلی ګټه ګزاره وکړه زما په سنتو يی عمل وکړ او خلک يی له خپل ضرر نه وساتل نو دا سړی جنتی دی په جنت کی به داخل شی ،خلکو وويل يا رسوالله داسی خلک خو په اوسنی وخت کی ډير دی هغه (ص) وفرمايل زما نه ورسته به هم داسی خلک وی (ترمذی).


۵- د کاراو بار په وخت کلک اوپابند اوسی ،خپلو دفترونوته په ټاکلی حاضری ځانونه ورسوی او همدارنګه په خپل وخت دوکان ته ځان ورسوی په غزم او ښه صبر سره کينی ، حضرت نبی صلی الله عليه وسلم ويناده :دروزی په تلاش اوحلالی ګټی پسی سهار وختی ووځی ځکه دسهار وختی په کارونو کی برکت او پراخی وی (طبرانی).


۶- په خپلو ماتحتو مامؤرينو او نوکرانو مو رحم وکړی تل ورسره دنرمی او سخاوت رويه کوی او مزدوری پر خپل وخت ورکوی، نبی صلی الله عليه وسلم ويناده : اِرحَمُوامَن ِفي الاَرِض يَرحَمُكُم مَّن فِي السَّمَآءِ (ترمذي ابوداؤد). تاسی دځمکی په مخلوق رحم کوی رحم به وکړی پر تاسی هغه (الله ج ) چه دآسمانو خالق دی.


۷- په خريد اوفروش کی تل دنرمی رويی نه کار واخلی او له پورغوښتونکو سره سختی مه کوی اودوکان دار په دی سره مه ناهيله او زړه توری کوی اونه دهغوی نه دپور يا قرض په غوښتلوکی له ډير ټنګار يا بد چلن نه پوره ځان وساتی .


حضرت نبی صلی الله عليه وسلم ويناده : خدای جل جلاله د په هغه سړی رحم وکړی چی په خريد اوفروش اوغوښتلوکی له نرمی او ښو اخلاقو کار اخلی (بخاری).


بل ځای فرمايی :دچاچی داغوښتنه وی چی خدای ج دقيامت په ورځ له غم او تکليف نه وساتی نو هغه ته پکار دی چی تنګ لاسيو پوروړيو ته وخت ورکړی اويا تری دپور بوج لری کړی (مسلم ).


۸- دحرام مال او حرامی کټی نه  ډير  لری ګرځيدل پکار دی ولو که يوه روپی هم وی  پدی اړه د اسلام ستر پيغمبر (ص) فرمايی :لاَ يَدخُلُ الجَنَّنَةَ جَسَدُ ُ غُذِیَ بِاالحَراَمِ ( بيهقی ). هغه بدن چه په حرامو روزل شوی وی  ترڅو چه دخپل بد عمل جزاء ونه وينی جنت ته نه شی ننوتلای .


۹- دقيمتونو دلوړوالی په هيله دخوراک اوچښاک شيان مه ذخيره کوی او دخدای (ج) مخلوق ته غم اوپريشانی مه جوړوی ،دستاسی ديوه جيب ډکولو په هيله ټول عالم ته غم مه جوړوی . حضرت نبی صلی الله علیه وسلم ويناده :ذخيره کونکی څومره بد سړی دی بل ځای فرمايی :ذخيره کونکی څومره بد سړی دی چه کله خدای جل جلاله شيان ارزانه کړی نو دی خفه کيږی اوچی کله قيمتونه لوړيږی نو دده زړه خوشحاله شی .(مشکوه).


۱۰- په خريد اوفروش کی دګز اوتول دکمی نه پوره ځان وساتی په قرآن کريم کی الله جل جلاله د المطففين په سورت کی فرمايی: و َيْلٌ لِّلْمُطَفِّفِينَ ۱ الَّذِينَ إِذَا اكْتَالُواْ عَلَى النَّاسِ يَسْتَوْفُونَ ۲ وَإِذَا كَالُوهُمْ أَو وَّزَنُوهُمْ يُخْسِرُونَ ۳ أَلاَ يَظُنُّ أُولَئِكَ أَنَّهُم مَّبْعُوثُونَ (( په اندازه او وزن کی دکمی کونکو لپاره هلاکت دی ،څوک چی له خلکو نه ګزيا تول کوی نو پوره پوره يی کوی اوچی خلکو ته کز يا تول کوی نو کم کوی ،ايا داخلک نه پوهيږی چی دوی به بيا را ژوندی کيږی او راپورته کيږی په يوه ډيره سخته ورځ په کومه ورځ به چی ټول انسانان دخپل رب په حضورکی ولاړوی )) .