کور / تازه خبرونه / برتانیه ۴ زره نور پوځیان افغانستان ته را غواړي

برتانیه ۴ زره نور پوځیان افغانستان ته را غواړي

د لندن انډپنډنټ ورځپاڼی نن د برتانیې د دفاعی چارواکو له قوله ولیکل چی برتانیه باید خپل ۵۰٪ یعنی څلور زره پوځیان نور هم ډېر کړی تر څو په هلمند کی د طالبانو د رزمی فعالیت د شدت مخنیوی وکړای سی . خبر زیاتوی چی نړیوال حضور باید پنځلس نور کلونه هم په افغانستان کی پاته وی . ویل کیږی چی په عراق کی د امریکایی قواوو لوی قوماندان جنرال ډېویډ پترس کامیابی وګټله او هغه چمتو دﺉ چی د افغانستان مأموریت واخلی . امریکا تصمیم لری چی په راتلونکی دوبي کی ۱۲ زره نور پوځیان هم افغانستان ته را ولیږی . امریکا او انګلستان تر نورو ټولو هېوادو په افغانستان کی ډېر پوځیان لری چی باالترتیب ۳۴ زره او ۸ زره دي .