کور / شعر / د اکبر هوتې ېو شعر

د اکبر هوتې ېو شعر


که يې اورې نو يو سوال د محبت دى
څه دى خيال دى،زما خيال د محبت دى

چې په زړه دې کله يو وي کله بله
داسې ښکاري چې زوال د محبت دى

که تيارو کې د سحر رنګونه ويني
راشه راشه بل مشال د محبت دى

د ژوندون د تېرولو هنر څه دى؟
ماسره خو يو مثال د محبت دى

چې په زړونو باندې راج کووم لګيا يم
نور څه نه دي خو کمال د محبت دى

ته زما د لاس په کرښو کې ځايې نه يې
ما کتلى ځان له فال د محبت دى

د اکبر ژوندى غزل د اوريدو دى
ژوندى فکر ژوندى خيال د محبت دى