کور / تازه خبرونه / امريكايي سفارت په پاكستان كي وېزې بندي كړې

امريكايي سفارت په پاكستان كي وېزې بندي كړې


د امريكا سفارت تر يوې نامعلومي مودې پوري په اسلام آباد كي امريكايي وېزې بندي كړې. او همدا رنګه يې په پاكستان كي خپلو مېشتو اتباعو ته پاكستاني هوټلونو ته د نه ورتګ توصيه كړې ده.
د امريكا سفارت وايي دغه ګام يې د ممكنه خطرونو له وجي وروسته له هغه پورته كړى چي په ميريټ هوټل كي يې دوه سمندري پوځيان ووژل سول.
د اسلام اباد له سفارت خانې څخه په يوه خپاره سوي بيان كي په لاهور، پېښور، كراچي، اسلام آباد او نورو ښارونو كي له امريكايانو څخه غوښتل سوي چي پاكستاني هوټلونو ته د ډاډمن امنيت د نستوالي له امله ورنسي.