کور / طنز / دپيریانو په لمن کې لوېدل

دپيریانو په لمن کې لوېدل



یو رښتیا ویونکی  لیکوال د دیموکراسی پولیسو  له ویرې چې د هغه پسې وه د زړې  نړیدلي کلا د یوې کنډوالې  په یوه سمڅه کې  ننوت هلته په داسې حال کې چې له ستړیا يې سا په اوږو شړله  د څونورو سا کښو تر شا پټ شو
پولیس د سمڅې تر خولې پورې راغلل .
یو ویل: هغه په هغې کنډوالې ننوت راځئ ورشو!
بل وویل : څه ځان خو مو د غاړې نه دی دا غارونه درانه دي.
 په کې پيران وي
یو پولیس  ددی خبرو په اوریدو هک پک ودرید په راوتلو سترګو او په تړتړی ژبې يې دهغه بل  څخه یې وپوښتل:  پی- پي ری
–  وايي هغوی کوشنې کوشنې ونې او غټې غټې ږیرې لري
لیکوال د هغو خبرې اوریدې او هغې يې د دې ساکښو سره پرتله کولې  هغه یو ورته نژدې ناست سا کښ ته وکتل
هغوی رښتیا کوشني کوشني وه
د هغو په لیدو يې موسکا په شونډو خپره شوه اود امید هیلی يې راوټوکېدي چې رښتیا دا پيریان دی او پولیس  راتلای نشي
یوبل پولیس وویل:
د هغو سترګې په اوږدو دي. لیکوال له ځان سره وویل خدای دی دا خبره هم  رښتیا  کړي!
 نو زړه نا زړه يې  رډ رډ د غار دننه انډیوالانو  ته په مینه  وکتل  رښتیا د هغو سترګې په اوږدو و ې. د لیکوال  په شوڼدو د خوشالۍ مسکا خپره   ،  خوله  یې ویته شوه
یو پولیس  وویل: د هغوی پښې لکه  داوښانو دي!
لیکوال  د خپل ناست انډیوال پښه را پورته کړه هغه رښتیا لکه د اوښ وه هغه بیا  په ورو خندا ځان مړ کړ او شکر یې وکړ چې دا هم سهی شوه
 یو بل پولیس و ویل: زما نیکه ویل  د هغو لاسونه درې ګوټې لرې!
لیکوال د څنګ انډیوال لاس ته وکتل او  له ځان سره یې وویل: رښتیا هغه در ې ګوټې لري او کټ کټ يې  وخندل
 کرار کرار د پولیسو ږغونه  لیری او ورک شول
لیکوال  چې د پولیسو بې غمه شو نویو انډیوال  ته  يې د خریدار په سترګه وکتل هغه هم  ورته داړې چینګې کړې
 دده وېښتان  بې جیله ودریدل او نبض یې په ټوپونوشو سمڅه ورته سامجنه او تربوخته وه ایسیده کوشني کوشني نا شولټه موجودات هرې خواته سوټی بوټی  پراته او ناست وه چې هغه به ورته وکتل هغو به خوله ورته چینګه کړه
هغه سلګیو پسې واخیست
او په چپڅپانده ډول یې  ترپکې دربنجکې کړې ؛ پایڅې يې پورته او په تراټ د سمڅی ووت او چیغی  يې کړی: مرسته !مرسته! دلته بد رنګه شیطانان دي
د غار ساکښو یو بل ته وکتل: او ورو يې وویل : بد رنګه شیطانان
پولیس د لیکوال د مرستې  د  چیغو په اوریدو را وګرځیدل او د هغه پسې بیرته زړې کلا ته  راغلل
لیکوال  دهغو په لیدو بیرته به درانه غار ننوت اود هغو په منځ کې کیناست