کور / خبرتیا او پيغامونه / د حاجي عبدالجبار نعيمي له خوا دډاډ ګيرنې پيغام

د حاجي عبدالجبار نعيمي له خوا دډاډ ګيرنې پيغام


په ډېرې خواشينۍ خبر شوم چې  په ميدان وردګوکې يوتن پخوانى جهادي قوماندان او ددې ولايت دقبايلو دچارو فعال رئيس  الحاج تورګل په ډېرې ناځوانۍ سره په کابل ښارکې په شهادت ورسول شو .


انالله وانااليه راجعون .


دافغانستان دمقدس جهاد  لاروى اومخور  قومي مشر  قوماندان تورګل  په هغه وخت کې چې ما  پدې  ولايت کې   مسؤوليت درلود زما يوډېر تکړه همکار او  ولس  او نظام ته مخلص  شخص وو .
 قوماندان تورګل له خپل ولس  ، هېواد او دهېواد له  بيارغونې  سره بې کچه مينه درلوده چې تل يې  دخپل ټاټوبي دپرمختګ ، ترقۍ، ابادۍ اودولس د هوسايئ  خوبونه يې ليدل .
ما ارواښاد الحاج تورګل په خپلودندو کې ډېر بريالى ، مخلص او هڅانده شخص وموند. هره دنده به چې وروسپارل شوه نو په ډېر اخلاص او صداقت يې ترسره کوله .
څو ځله چې ولايت غوښتل له نيستمنو او بيوزلو سره  دخوراکي توکيومرسته وکړي نو په دې اړه يې له ده همکارې غوښتې وه چې واقعاً دې ارواښاد هغه مرستې بېوزلواو مستحقو کورنيو  ته رسولې وې .
زه په داسې حال کې چې ارواښاد قوماندان  تورګل ته  جنتونه او دالله  ج له دربارڅخه مغفرت غواړم . دده ورثه ووته  دجميل صبر او   ارامه او هوساژوند هيلې لرم .