کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / راشده چې دا ټوله پښتونخوا پری ښايسته کړم

راشده چې دا ټوله پښتونخوا پری ښايسته کړم

    لمن کې د خيبر او کندهار ګلونه راوړه 


 راشد راشد خټک   خټک     


راشد خټک په ١٩٧٤ م کال کې  د پښتنوخوا د ((کرک)) په ضلع کې زيږيدلی ، د لومړنيو او منځينو زده کړو وروسته يې د پيښور په اسلاميه کالج کې د (( انګريزی ادب)) په څانګه کې د لسانس( بيچلر )  ډ ګری لاس ته راوړی ده.
خپلی لوړی زده کړی د پيښور په پوهنتون کې د ماسټری تر کچی د ژورناليزم په برخه کې بشپړی کړی دی. په ورځني  ژوند کې همد اوس په راولپنډی کې د يوی انګريزی ورځپاڼی (( د ی نيوز )) سره دژورنالست او خبريال  په توګه کار کوي.
راشد خټک د افغانستان د پښتنو  شاعرانو او ليکوالانو سره ډير نږدی پاتی شوی او په پيښور کې د  (افغان ادبی بهير) له مؤسيسو و غړو څخه  هم ګڼل کېږي.
راشد خټک د ژورناليستکو هڅو تر څنګ يو ښه ليکوال او ښه ژباړن هم دی ، تر اوسه يې دوه اثره لومړی د سعدالدين شپون د (( د سمڅو ياران)) او دوهم يې  د عبدالوکيل سوله مل شينواری (( پنځوس ميلونه)) د کيسو کتابونه،  د پښتو نه اردو ژبی ته ژباړلی دي .
د راشد خټک دغه هڅې  نړيوالو ته د  پښتو ادب د پيژندګلوی  په لړۍ کې ،غوره او د ستاينی وړ هڅې بلل کېږي. خوپه دې هڅو يې بسنه نه ده کړې ،  د دی په څنګ کې يې بيا د روسی ادب د ستر ليکوال ماکسيم ګورکی ٢٠ لنډې کيسی پښتو ته را ژباړلی چې دا  ټولې بيا  د ((غــــــچ)) په نامه ټولګه کې  په ١٣٨٥ کال کې د دانش خپرندويې ټولنې له خوا چاپ شوی دی.. دا کيسې په دې ډول دي:
 واده، مور، پيپې، کاربنديز، ګلونه، ښار، ګيوواني څڼکه سوشلسټ شو؟، غرمه، دغدار مور، دپارماکوچنيان، نونسيا، تبليغ کوونکی، غچ، د کب نيوونکي وصيت، پساتي، سزا، ګيوواني ټوبا، دانش وران، کارلونې ګيلې ارډي، سرنګ.
راشد خټک د يوه ښه ژورناليست، ښه ژباړن، ښه ليکوال په څنګ کې يو ښه شاعر هم دی. لومړی شعري ټولګه يې د ((ډيوې)) په نامه په ١٣٨٥ ل کال کې له چاپه راوتلی ده.
ما دا شعري ټولګه د سر نه تر پايه لوستې ده او په پايله کې دې نتيجې ته ورسيدم چې د راشد خټک شعرهسې موذونې خبرې نه دي، ځکه هغه  د علم او پوهې په ګا ڼه سمبال دی  ، هر څه چې وايي  بې هدفه يې نه وايي ، ښه يې وايي او په تول يې تللي وايي 
راشده چې دا ټوله پښتونخوا پری ښايسته کړم
لمن کې د خيبر او کندهار ګلونه راوړه
د راشد خټک  شعر  د مينې او عشق دنيا ده ، هغه په ښکلا مين دی ، ښکلا ته ځان رسوي او په دې لاره کې د چا پروا نه ساتي :  :
راشده بيګاه چيرته وی رښتيا رښتيا به وايی
په سترګو کې دی اوس هم د خمار ډيوی بليږی

راشد پوهيږي چې ژوند مبارزه ده ، غورځيدل او پاڅيدل دي  ، د جهل په وړاندې د نور خپرول د هغه چا کار دي چې له داره نه ډاريږي ځکه خو وايي :
راشده دا زموږ د نصيبونو خدايان ګوره
دوی ژاړی په محفل کې، موږ په دار سندری وايو

راشد خټک کله کله د غني خان په پل هم پل ږدي .:
غني پوهيږي ځکه ژړيږي
څومره به ښه وچې ژوند دخره و
خو راشد خټک همدا خبره بيا په بل انداز کوي 
راشده اوس می زړه دفلسفونه ستړی شوی
بس نوره زندګی بې بندو باره تيروم

راشدپوهيږي چې په  ښکلا هر څوک مين وي خو څوک حال وايي او څوک يې نه وايي  :
راشد د خدای په کور کې د ښکلا خبره وکړه
زاهد په چغو سرشولو، بوډا امام رپيږی

لنډه دا چې د راشد  خټک د شعر دنيا ډيره ويړه او رنګينه  ده ، مينه ، ښکلا ، د حالاتو بيلابيل انځورونه ، د خپل قوم او ولس سره مينه ، د ټولنيز ژوند د ناخوالو په وړاندې مقابله او مجادله يې د شعر اصلي مضمون جوړوي .شعر يې د خوند او رنګ سره سره پيغام هم لري ، موږ  په دې لاره کې ښاغلي راشد خټک ته د نورو برياليتوبونو ارزو لرو . په پای کې دا هم تاسو اودا هم  د ښاغلي راشد خټک هغه شعرونه چې په خپله شعري ټولګه (ډيوې) کې يې د بری پښتونخوا څووتلو شاعرانو ته نذرانه کړي دي :


 


نجيب الله عامرته !


بــــــــــلا دې واخــــــــــــــلمه عـــــــــــامره ياره!!
د ژونـــــــد په لار دې ګــــــــــــړندی غوندې کړم
مـــــــــا خـــــــــو ويل چې که مــــــړ شوی يمه
خــــــداېږو چې بيا دې را ژوندی غــوندې کړم


په دې بــــــــــــدرنګه بې وفـــــــــــــــا نــــــــړۍ کې
تــــــــــــا د وفا ښـــــــــکلی احــــــــــــساس راکـړو
چـــــــــــــې د بنډار يـــــــــــــــــارانو هېر کـــړم کله
نــــــــــو هـــــــــــــــــله تا د دوستۍ لاس راکــــړو.


دلته دســــــــتور دی چې تـــــيارې خـــورې شي
يـــــــــــاران خو پرېږده چې خپل سيوري تښتي
زما ســــــــپېره قـــــــــــــــــدم خو ته هـــــم وينې
چــــــــــــې رانه لارې تښتي لــــــــــــوري تښتي
خو ستا خـــــــــــــــــلوص دی چــــــې رڼا خوروي
زه پکــــــــــــــې لارې ويـــــــــــــنم ځــــــــان وينم
ســــــــــتا د شــــــــــــعرونو ويـــــــــــړ جهان وينم
د ښــــــــــــــاېستونو ويړ جــــــــــــهان ويــــــــــنم
زما ملـــګــــــــــــريه مـــــــــــــــهربانه آشـــــــــــنا!
تــــــــه خو پوهېږي کــــــــــــــنه څه دې ګــــــــڼم
زمـــــــــــــا په زړه کې خـــــــــــــــــپل مقام وګوره
د دې تراخــــــــــــه ژوندون خـــــــــــواږه دی ګڼم.
آن لاين دفتر، پېښور١٠ اګست ٢٠٠٢


 


خدای بخښلي امان الله ساهو ته!



تا راته وې چې کائناتو کې ښکلا لټوه
تا راته وې چې فلسفې مه لوله
تا راته وې چې دا د پوهې او د عقل رڼا
هغه رڼا ده چې تيارې زېږوي
خو زه نادام ومه زه نه پوهېدم
ما وې چې زه به کتابونه لولم
نو د انسان د مرګ او ژوند په راز به پوهېږم
بيا به د مرګ نه وېره نه کومه
خو نن نه پس به فلسفو پسې سرنه ګرځوم
چې د وی د غم په کمولو کې کومک نه کوي.
١٩٩٨جولای ١٦ پيښور پوهنتون


د اسحاق ننګيال په وير! 


د چـــــــــا سترګې ژړېږي او د چــــــــــــــا زړونه ژړېږي
ننګـــــــياله! ســـــــــتا په غم کې خو بلا زړونه ژړېږي


چـــــــــې درد پکــې موجود وي خامخا زړونه ژړېږي
پــــــــــرون چې تا ژړلي نـــــــــــــــــن په تا زړونه ژړېږي


تــــا وې زما په غم کې به څوک اوښکه تويه نه کړي
قســــــــــــم دی دا دروغ دي په رښــــتيا زړونه ژړېږي


ښکارېـــــږي چې مقصد يې بس ژړا ده بل څه نه دي
د ژوند پـــــــــه ابـــــــــــــــــتدا په انـــــتها زړونه ژړېږي


زمــــــوږه برخليک يې دی په تــــــــــورو شپو ليکلی
راشـــــــــــده دلته مه غواړه رڼـــــــــــــــــــا زړونه ژړېږي


 می ١٩٩٨ پېښور


 


مصطفی سالک ته  !


د کـــــــــربلا ګــــــــــل تــــــــــه ســــــــندرې وايـــي
د نــــــــــنګرهار غــــــــــــــاړې ته هار لـــــــــــــټوي
ســـــــــــتا له نشـــــه نشـــه فکـــــــــــــــرونو لوګی
زاړه شــــــــــراب نـــــــــــوی خــــــــــمار لــــــــــټوې
***
لـــــــــه هـــــــــــغې ورځـــــــــې په ښکلا مئين يې
چې زمــــــــانه د خـــــــــدای په خيال کــــې نه وه
اوس چــــــــــــې خبره دې ســــــــــــندره ښـــکاري
دغه مســـــــتي دې ســـــــــر او تــــــــال کې نه وه
***
اوس مــــحبت په مــــــــــخ څــــــــپېړه درکــــــــــړه
اوس د جـــــــــــانان ســــــــره خـــــــــــبرې کـــــوې
هــــــــــــره خــــــــــبره چـــــــــې دې اورم اشـــــنا
ســــــــــــم د يــــــــــــــــزدان سره خــــــــبرې کوې
***
مــــــــــــنم چــــــــــــې ستا په زړه بـــــه اور بلېږي
خـــــــــــو اور هـــــــــــم ښه دی چې رڼــــا خوروي
د ژونـــــــــــد په تـــــــــــــــوره وحشتناکه صــحرا
خــــــــــــوږې ســــــــــندرې دې ښکــــــلا خوروي
***
څـــــــــــــــــو که پــــــــــه شپوکې مـــــــزلونه کوې
تـــــــــــــــه په صبوح ته پـــــــــــــه سبا مـــئين يې
څــــــــوک به دی شــــــــــماري د تــــــيارو لاروی
تــــــــــه په رڼــــــــــــا ته پـــــــــــه رڼـــــا مئين يې.


١ اپريل ١٩٩٨  سوات