د کندهار والي وايي په ژړۍ کي عمليات روان دي

د لراوبر اداره | نوومبر 29th, 2007


دكندهارپه ژړي والسوالى كې دناټواودولتي سرتيروپه ګډوعملياتوكې تيره ماښام ديرش تنه وسله وال طالبان وژل سوي اوديارلس تنه نورژوندي نيول  سوي چې پنځه تنه يې ټپيان دي  .


دكندهاروالي اسدالله خالدافغان ازادي راديوته وويل چې په وژل سويوطالبانوكې دهغوي دوه تنه نامتوسمئيزقومندانان ملارحمت الله  اوملامحمدالله هم شامل دي .


دخالدپه خبره چې چاڼيزعمليات دژړي والسوالي  په ملايانوپه سيمه كې ترسره سوي چې ناټوځوكوانوله هوايې ځواك څخه هم پكې كاراخيستي .


دكندهاروالي وايې چې په ژړي والسوالي كې به چاڼيزوعملياتوته دوام وركړي .

Copyright Larawbar 2007-2024