کور / تازه خبرونه / د لوګر استازي د ميسو تر کښلو مخکي رغاونه غواړي

د لوګر استازي د ميسو تر کښلو مخکي رغاونه غواړي

دلوګردولايتي شورااو په پارلمان كې ددغه ولايت استازو ګواښنه كړي چې كه يې په ولايت كې ،مخكې پشنهادسوي پروژي پلي نسي ترهغوبه كمپني ته دكاركولواجازه ورنه كړي .


دلوګردميسو كان چې د۱۳ ميليونه ټنه ميسو په لرلوسره دنړۍ په كچه له ستركانونوڅخه ګڼل كيږي افغانستان يې له يوه چيني شركت سره تړون لاسليك كړي . دلوګردولايتي شورايوتن غړي فضل الله مجددي په كابل كې ديوي خبري ناستي پرمهال خبريالانوته وويل دلوګراوسيدونكي غواړي مخكې له دي چې كمپنۍ دمسودرايستلوكارپيل كړي په ولايت كې دي دولت له دوی سره ژمنه سوي پروژي پيل كړي .


 هغوی په خپلوغوښتنو  كې په لوګركې ديوه پوهنتون اويوه روغتون جوړول ،په پروژه كې ټول افغان كارګران په كارګمارل اودځيني نوري لمړني پروژو وښودي . نوموړي وويل چې ترهغه وخته چې ددوی غوښتني ونه منل سي كمپني ته به دكاركولواجازه ورنكړي .