کور / شعر / مصوير

مصوير

يو بُډا مصوير ناست دى


او په سپينه ږيره ژاړي


په يو درد باندي اخته دى


لېونى لېونى كېږي


كله وژاړي په زوره


كله تك شين له خندا سي


زړه زخمي ګرېوان څيرلى


د يو چا په عشق كې ډوب دى !


يوار جام په سر اوچت كړي


خو بيا خداى ته په سجده شي


فرصت وغواړي وځان ته


د اجل له عزرايله


له رنګونو باندي رنګ دى


جوړوي تصوير د حورو