کور / تازه خبرونه / آصف زرداري د زړه په ناروغۍ هم اخته دئ

آصف زرداري د زړه په ناروغۍ هم اخته دئ


د پاكستان نوى جمهور رئيس آصف علي زرداري چي مخكي يې د سودايي توب ناروغي درلوده اوس يې د زړه د ناروغۍ خبرونه هم خپاره سول.
تېره مياشت د لندن يوې ورځپاڼي ويلي وه چي آصف علي زرداري د سودايي توب په اروايي ناروغي اخته دئ، خو اوس چي نوموړي په نيويارك كي د خپل بدن ټيسټونه كړي ډاكټران وايي د زړه ناروغي هم لري.
په نيويارك كي د زړه د ناروغۍ متخصصو ډاكټرانو جاويد سلېمان، مارټن ګولډ من او سمين شرما تر څېړنو وروسته وويل آصف علي زرداري د زړه ناروغي لري، خو تر اوسه لا خطرناك پړاو ته نه ده ننوتلې او روغ رمټ دئ.
د پاكستان جمهور رئيس آصف زرداري پر صحي ناروغيو سربېره اداري ناروغۍ هم لري چي له مخي يې نوموړي د خپل ژوند نيژدې ۱۰ كاله په بند كي تېر كړي دي.
آصف زرداري چي د خپلي مېرمني بېنظير بوټو په حكومتونو كي وزير هم پاته سوى دئ، په نويمو كلونو كي دوه واره يې د اداري فساد، درغليو او قتل په تور بند كاټ كړى دئ.