کور / تازه خبرونه / طالبان: نجوني او هلكان دي يو ځاى زدكړي نه كوي

طالبان: نجوني او هلكان دي يو ځاى زدكړي نه كوي


د پېښور د نشتر ميډيكل كالج مدير ډاكټر لايق حسين صديقي وايي طالبانو ګواښ ورته كړى چي كه په خپل كالج كي د نجونو او هلكانو ګډي زدكړي ونه دروي، د ښځينه زدكوونكو پر مخونو به تېزاب وپاشي.
ډاكټر صديقي وايي دغه ګواښ د طالبانو له خوا په يوه ترلاسه سوي خط كي ورته سوى چي نوموړي يې يوه كاپي د پوليسو مشر ته هم لېږلې ده.