د افغانستان د کرکټ لوبډله تنزانیا ته وخوځېده.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له غرمې وروسته له کابل نه د تنزانیا په لوري و خوځېدله ، د کرکټ ملي لوبډله به په تنزانیا کې له شپږو هېوادونو جرسي، تنزانیا، ایتالیا ، هانګ کانګ او فیجی سره سیالۍ ترسره کړي تر څو لومړی یا دوهم مقام وګټي او له لاری یې په دوه زره او یو ولسم کال کې د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې د ګډون چانس ترلاسه کړي.
د افغان کرکيټ لوبډلي نوی کوچ کبيرخان د راتلونکي سفر موخې بيان کړې
تنزانیا ته له خوځېدو وړاندی د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې نوي روزونکي یا کوچ کبیر خان یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د افغانستان لوبډله په بې ساري توګه غښتلې ده او په تنزانیا کې به غوره لوبه ترسره کړي، نوي روزونکي کبېرخان وویل چې د افغانستان د کرکټ لوبډله دا وړتیا لري چې د نړۍ له پیاوړو لوبډلو سره لوبه وکړي، هغه وویل دی حیران دی چې دا لوبډله ولې په مالیزیا کې دا اسیايي دوهمه درجه هیوادونو په لوبو کې درېيمه شوه ، کبیرخان دا ډول وویل چې دی د عربي متحده اماراتو د کرکټ د لوبډلې روزونکی هم پاتی شوی ولې د افغانستان لوبډلې ورته زیاته قوي ښکاره شوې.
هستي ګل (عابد ) او احمد شا (احمدي ) لوبو ته تيارئ نيسئ
افغانستان تر دی وړاندی کوم بهرنی کوچ یا روزونکی نه درلود او دا لومړی وار دی چې یو بهرنی کوچ دی لوبډلې ته روزنه ورکوي، تر کبېرخان وړاندی تاج ملک علم د افغانستان د کرکت د ملي لوبډلې روزونکی وو. دا ډول دی خبري کنفرانس ته د کرکټ د فدراسیون نوي ټاکل شوي مشر الله داد نوري وویل چې د کرکټ ملي لوبډله د نوي کوچ په راتګ سره ډېره پرمختللی ښکاري او هېله ده چې د تنزانیا په سیالیو کې لومړی مقام خپل کړي.
د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه فاسټ بالر دولت احمدزي لر او بر ویبپاڼې ته وویل ده او لوبډلې یې سیالیو ته پوره تیاری نېولی هغه وویل دی به هڅه وکړي ترڅو لوبډلې ته د ښه بال په کولو ویاړونه خپل کړي. د کرکټ د لوبډلې کپټان نوروز منګل بیا لر او بر ویبپاڼې ته وویل که د خلکو دوعا ورسره وي نو لوبډله به یې له ویاړ سره هېواد ته بېرته راستنه شي.
د کرکټ دلوبډلې پخواني کپټان ریس احمدزي بیا د نوي کوچ کبیر خان په راتګ خوښي وښوده وی ویل چې لوبډله یې په راتګ سره مخکې تلی شي. اتل لوبغاړي هستي ګل عابد وویل له یوې میاشتې راهېسې یې د تنزانیا سیالیو ته خواري کړي او د جرسي په څیر به خپله اتلولي په تنزانیا کې هم څرګنده کړي. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ویاند جاوید همیم بیا لر او بر ویبپاڼې ته وویل که د خدای خوښه او رضا وي نو لوبډله یې بریالۍ کېدای شي.
محمدنبي دخپلو ملګرو له لوبي خوند اخلي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله پدغو لوبغاړو ډکه ده، کبیرخان روزونکی، نوروز منګل کپټان ، کریم صادق بېټسمین، ریس احمدزی، محمد نبي، دولت احمدزی، حمید حسن، هستي ګل عابد، نورعلي ځدراڼ، اصغر ستانکزی، احمد شاه احمدي. د کرکټ ملي لوبډله به لومړی له فیجي سره لوبه وکړي او بیا به له جرسي، تنزانیا، هانګ کانګ او ایتالیا سره لوبې ترسره کړي.