کور / تازه خبرونه / یوولس پولیس او دوه طالبان ووژل سول

یوولس پولیس او دوه طالبان ووژل سول

د کویټ خبري آژانس ( کونا ) د کابل څخه خبر ورکوی چی د هرات د سلما بند په پروژه کی دطالبانو د چټکي حملې په اثر ۱۱ پولیس او دوه طالبان ووژل سول . خبر د یو محلی حکومتی منبع له قوله زیاتوی چی دا پېښه پرون یعنی په جهارشنبه د شپې وسوه . باید وویل سی چی پنځه ورځي مخکی هم همدلته د طالبانو په ورته حمله کی ۱۱ پولیس وژل سوي وو .