کور / تازه خبرونه / پاكستاني ملېشو پر آيساف ځواكونو ډزي وكړې

پاكستاني ملېشو پر آيساف ځواكونو ډزي وكړې


د خوست ولايت د تڼيو په ولسوالي كي چي له پاكستان سره پر پوله پرته ده، د پاكستاني ملېشو له خوا د آيساف پر هوايي ځواكونو ډزي وسوې.
د آيساف ځواكونو هم دغه پېښه تائېد كړې او وايي چي يوه څرخكه الوتكه يې تر پولي ها خوا اوښتې وه، چي د پاكستاني ملېشو تر بريد لاندي راغله، خو كوم زيان نه دئ ورته رسېدلئ.