کور / تازه خبرونه / کابل : تر ژمي مخکی به ډیری حملې را باندی وسی

کابل : تر ژمي مخکی به ډیری حملې را باندی وسی

فرانس پریس آژانس خبر ورکوی چی د کابل د دفاع وزیر جنرال رحیم وردک نن په واشنګټن کی وویل چی موږ د ژمي تر رارسېدو مخکی د طالبانو ډېری حملې پیش بینی کوو . ده ادعا وکړه چی نن تر بل هر وخت زیات بهرنیان د طالبانو په لیکو کی جنګیږی او موږ د یو خورا پیاوړي او پرمختللی دښمن سره مخامخ یو . ده زیاته کړه چی طالبان نن دقیق چمتووالی ، بهتره روزنه ، زیات منابع او وسایل ، نوي تاکتیکونه او عصری پلانونه لری . ده زیاته کړه چی د دې ټولو د مخنیوی بهترینه لاره د پولي څخه آخواته د هغوی له منځه وړل او د طرحو شنډول دي .