کور / تازه خبرونه / احمدي نژاد: اېران به ډېر ژر خلا ته سټلايټ ولېږي

احمدي نژاد: اېران به ډېر ژر خلا ته سټلايټ ولېږي


د اېران جمهور رئيس محمود احمدي نژاد وايي هيواد به يې ډېر ژر خلا ته خپل سټلايټ ولېږي.
د اېران دولتي تلوېزون راپور وركړ چي دغه سټلايټ به د يوه ۱۶ ماشينه راكټ په ذريعه له مځكي څخه ۴۳۰ كيلومتره ليري ځاى پر ځاى سي.
په راپور كي دا نه دي ويل سوي چي خلا ته د دې سټلايټ د لېږلو هدف څه دئ، خو غربي كارپوهان وايي ښايي اېران له دې سټلايټ څخه د په تجارتي او تحقيقاتي كارونو كي استفاده وكړي، چي په مخابراتي اړيكو او د هوا د حالاتو د معلومات دپاره به كار ځني اخلي.