کور / تازه خبرونه / دافغان سفير حاجي عبدالخالق فراهي تښتونې پښتانه خپه كړي دي

دافغان سفير حاجي عبدالخالق فراهي تښتونې پښتانه خپه كړي دي


دپاكستان لپاره د افغانستان نومول شوى سفير حاجي عبدالخالق فراهي  په تښتولو او د هغه د چلونكي په وژلو سره ډير افغانان خواشيني شوي دي او دده له تښتونكو څخه غواړي چې  نوموړى را خوشي كړي .


اوس سيمه ييز  ديني علما ،  پښتانه مخور ، قبايلي مشران ، حكومتي چارواكي او سياستوال په دې هڅو لګيا دي چې  د حاجي عبدالخالق فراهي درك معلوم كړي .


دى دسپټمبر پر ۲۲  د پښتونخوا د پيښور په ښار كې دنامعلومو وسله والو كسانو له بريد وروسته وتښتول شو.د راپورونو له مخې لومړى دده  د سپرلۍ پر ګاډي  بريد وشو ،دهغه چلونكى يې وواژه  او بريد كونكې وسله والې ډلې حاجي صاحب فراهي له ځانه سره ناڅرګند ځاى ته بوتللو.


حاجي صاحب فراهي د شوروي د يرغل په وړاندې د جهاد په سنګرونو كې ډيرې ستړياوې وګاللې او دهغو مخكښانو له ډلې څخه يو دى چې د شوروي ځواكونه يې له افغانستان څخه وباسل.


دى دفراه په ولايت كې دمولوى محمد نبي محمدي د اسلامي حركت  د جبهاتو مشر و چې ډيرى قومندانان يې ديني علما   و.


دى له مذهبي او ديني علماو سره ځانګړې مينه لري او ځكه يې دجهاد لپاره هغه ډله خوښه كړې وه چې مشرتوب يې  د افغانستان له يو وتلي مذهبي مشر مولوى محمد نبي محمدي په غاړه وه.


كله چې روسان ووتل ، ښاغلي فراهي وسله كيښودله ، تنظيمي او كورنۍ جګړې يې وغندلې ،خو وروسته بيا  دمجاهدينو په دولت كې د ډيپلوماټ په توګه وګومارل شو او د كويټې په ښار كې يې د افغانستان د كونسل په توګه كار پيل كړ.


څلور كاله په كويټه كې د افغان كونسل په توګه پاتې شو او بيايې دغه دنده پريښوده او د يو مخور قومي مشر په توګه يې دافغانستان د كړكيچ د اوارولو په هڅو كې برخه واخيستله .


خوكله چې دحامد كرزي په مشرۍ په افغانستان كې يو حكومت رامنځته شو ،ښاغلي فراهي ته ډير وړانديزونه وشول چې د نړۍ په نورو هيوادونو كې د سفير په توګه دنده تر سره كړي ، خو ده دا ټول ونه منل او وېويل چې غواړي د خپلو خلكو ترڅنګ پاتي شي او هغوى ته د خدمت مصدر وګرځي .


له قبايلي مشرانو او ديني علماو سره  يې نژدې اړيكي  جوړ كړل  ، د مدرسو او عصري ښونځيو ډيرو طالبانو او زده كونكو چې په پاكستان كې يې زده كړې كړې وې ، ده  وهڅول   چې خپلې لوړې  زده كړې سر ته ورسوي .


د پيښور په كونسلګرۍ كې  يې د هر افغان ،طالب يا د ښونځي زده كونكى  ، يا د پوهنتون له محصل سره  ليدل  ،دا يې ټولو ته په ډاګه ويل چې افغانستان په هره برخه كې زده كړيو خلكو ته اړتيا لري.


قومي مشران او سياستوال يې و هڅول  چې د سياسي لارو چارو او ډيپلوماسۍ له لارې په ټوله پښتونخوا كې دجګړو او تاوتريخوالي مخه ونيسي.


دى يو ډير خواخوږى اوپر خپلو اسلامي او كولتوري ارزښتونو او دودونو ولاړ سړى دى . خو له بده مرغه دڅلورو ورځو راهيسې يې  په اړه هيڅ معلومات نشته دي او ټول هغه خلك چې دده هڅې يې په پښتونخوا كې د سولې د راګرځولو لپاره ليدلې وې ،په انديښنه كې دي.


داسلام په سپيڅلي دين كې سړي تښتونه كه هغه د مسلمان وګړي په حق كې وي او كه د نامسلمان په حق كې وي منعه ده.  په الهي احكامو  او د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم په مباركو حديثونو كې راغلي دي چې سړي تښتونه دنورو په وړاندې تيرى او ظلم دى.


اسلامي احكامو كې  ويل شوي چې سړي تښتونه دهغو تيريو برخه ده چې الله تعالى منعه كړي دي . په اسلام كې  دژوندي يا  زيروحه  شى له خورا ارزښت څخه برخمن دى  او د اسلام د ستر پيغمبر په لارښونو كې راغلي  دي چې د زيروحه شي په عذابول پرته له كوم شريعي دليله جرم دى او بيا انسانيت ته په اسلامي لارښونو كې  په ډيره درنده سترګه كتل كيږي .


داسلام د سپيڅلي دين ستنې هغه ديني علما دي چې دحق لپاره خبرې كوي او دحق وينا هغه څه ده چې داسلام ستر پيغمبر محمد صلي الله عليه وسلم پرې ټينګار كړى دى .


د اسلامي لارښونو په رڼا كې ټول درانده علما په دې ټينګار كوي چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم خپل امت ته دا پيغام پريښى دى چې دهغو مسلمانو وروڼو په ځورولو لاس پورې نه كړي چې نورو مسلمانانو ته يې ښيګڼې رسيږي.


دپيغمبر صلي الله عليه وسلم حديث مبارك دى چې وايي بشپړ مسلمان هغه دى چې له ژبې او لاس څخه يې څوك زيان ونه ويني .


حاجي عبدالخالق فراهي داسې سړى دى چې تر اوسه يې له ژبې او لاس څخه چاته زيان نه دي  رسيدلى او ګټې يې نه يوازې سيمه ييزو خلكو ته رسيدلې دي  ،بلكې دافغانستان د راتلونكې په اړه يو سوله ييز نظر لري .د پاكستان خلك هم په دې پيښه خپه دي او دا يې غندلې ده .


د همدې لپاره دسيمې خلك خداى تعالى ته لاس په دعا دي چې حاجي عبدالخالق فراهي په خير سره راخوشي شي او په كلكه يې له  تښتونكو څخه  غواړي چې د حاجي صاحب په تښتولو سره يې ټول پښتانه خپه كړي او ژر تر ژره دې نوموړى راخوشې كړي.