غزل

د لراوبر اداره | سپتمبر 26th, 2008



د شپې په خا موشۍ  كې يو ملنګ  په لار  روان دى
د خپل زړه له نغمو سره په شرنګ  په لار  روان  دى


د ستورو د رڼا  دخند ا ګا نـــــــــــــــو  سمندر كې
د خيا ل د مست خمار په ميو رنګ په لار روا ن  دى


احسا س يې  په حواسـو كې د عشق  بڅرې پاشــــي
د اور پر سرو لمبـــــو لكه  پتنګ  په  لار  روان  دى


سوځيږي له يو درده د اسې ډوب دى پخپل ځان كې
د وخت  له نفرتـــــو سره په جنګ  په لار روان  دى


سوالګر دى د يو حُسن د غرور سترګې يې سرې دي
د ا ښـــــكلى قلندر خو لا د ننګ  په لار  روان  دى
۱۷- ۷ – ۱۳۸۶
 

Copyright Larawbar 2007-2024