کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ : ۲۵ پروژې ګټي اخستني ته چمتوشوې

ميدان وردګ : ۲۵ پروژې ګټي اخستني ته چمتوشوې

د ميدان وردګ ولايت له خوا خپره شوې خبرپاڼه


په ميدان وردګ ولايت كې (۲۵) پروژې دملي پيوستون پروګرام له مخې ګټي اخيستنې ته چمتو شوي
 


په ميدان وردګ ولايت كې  د كليواو پراختيا وزارت  د ملي پيوستون د پروګرام له مخې(۲۵) پروژې د دميدان وردګ ولايت د مركز بهسود ولسوالۍ كې د تلې د مياشتې په لومړۍ نيټه ګټې اخيستنې ته چمتو شوې


 دغه پروژې د ميدان وردګ ولايت په مركز بهسود ولسوالۍ كې ګټې اخيستنې ته چمتو شوې په دغه پروژو كې يوښونځي، شپږفرعي سركونه،اته سولر(لمريزه بريښنا)، يوكانال دوه پلچكونه،دپنځوكاريزونو پاكول او يوه د اوبو ذخيري پروژې شاملي دي ،نوموړي پروژې د كليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت له بوديجې څخه د(۱۸۹۷۱۵۵۵) افغانيوپه لګښت او د خلكو په سلكو كې د لسو۱۰% افغانيوپه ونډه اخيستلو سره دهكارې موسسې (سويډن كميټې)  لخوا بشپړې او ګټه اخيستلو ته چمتو شوي دي چې د دغه پروژو څخه به (۱۲۵۳۴) كورنۍ  ګټه واخلي،  ديادونې وړ ده چې يومياشت مخكې هم دكليو پراختيا وزارت دملي پيوستون  پروګرام له مخې دميدان وردګ ولايت په اړونده ولسواليو كې (۴۱) پروژې ګټې اخيستنې ته چمتو شوې وى او په پام كې چې په نږدې راتلوونكې كې به دا ډول نورې پروژې ګټي اخيستنې ته هم  چمتو شي