داود احمدي:په هلمندولايت كي دښونځيو ودانۍ نړول كيږي

د لراوبر اداره | سپتمبر 26th, 2008


 


ديوي اونى راپه ديخوا دهلمندولايت په دوولسواليوكى لكه ناوه اونادعلى كى دښونځيو دنړولوكار دوسلوالوطالبانولخوادپاكستانيانوپه لمسون پيل سوى دى دغه خبره دهلمندولايت دوالى محمدګلاب منګل مطبًعاتى مشاورداؤد احمدى په  يومطبعاتى كانفرانس وكړه احمدى  په دغه كانفرانس كى دولتى اونادولتى رسنيوته وويل چى په  ناداعلى ولسوالى كى دوي منځنۍ  ښونځۍ نړول سوى چى سيويك غربى او زرغون كلى  او دلوى باغ د ليسى دودانى كړكى اودروازى وړلسوى نوموړى وويل چى دسعيد اباداو ډاكتر محمدخان ښونځى  هم دتخريب په حالت كى دى خودامهال يي ځايي خلكومخه ډب كړى ده .


احمدى وويل چى دښونځيونړول دلوډرونوپه مرسته ترسره كيږى نوموړى دغه ناورين په كلكه سره وغانده او وويل چى دغه كار دوطن سره ډير دښمنانه كار دى


نوموړى په دغه كانفرانس كى پر خلكوږغ وكړ چى دښونځيودنړولواو تړلومخنيوى وكړى.


ديادونى وړده چى په هلمندولايت كى دوه سوه شپوږ ويشت ښونځى سته چى په دغه كى داته پونځوس دروازى خلاصى دى او ديوسلو اته شپيته دروازى دزدكونكو پرمخ تړل سوى چى په تړل سوښونځيوكى ديارلس په مركزلښكر ګاه كى دى اوپاته نوريي په ولسواليوكى دى .  

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024