کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دوهم اپت ( د محمد نعمان دوست ليکنه )

دوهم اپت ( د محمد نعمان دوست ليکنه )



راونې جګړې نږدې يو نسل له منځه يو وړ او لا هم داسې  څرک نه لګېږي چې دغه خونړۍ جګړه دې پاى ته ورسېږي .
 د جګړې له اپت سره – سره ،   دا دى يو بل اپت هم زموږ په ولس نازلېدونکى دى او هغه هم  توکم  پالنه ده .
 که څه هم دغه تخم هغه مهال وپاشل شو کله چې په سردار داوود خان بې رحمه کودتاه وشوه او واک د ګوندونو لاسته ورغى ، خو د مجاهدينو په حکومت کې ( ١٣٧١- ١٣٧٥ )  دغه تخم ريشې وزغلولې ، هزاره ، ازبک ، پښتون او تاجک يې خپلو کې سره واچول او په زرګونو کسان ددغه تعصب په پايله کې يواځې په کابل ښار کې  له منځه ولاړل .

حيرانونکې خو داده چې هغه څوک چې ښکاره  په ستيج د ملي يو والي خبري کوي همغوى تعصب ته لمنې هم وهي . که  داسې نه وي عام ولس په خپلو کې خپلوى لري او هيڅ ستونزه نه لري .
 په نوي حکومت کې هم دغه اپت يو ځل بيا زور واخست او لا ښه په کش کې دى  چې ښې بيلګې يې د ميدان وردګ په بهسودو کې د کوچيانو او هزاره ګانو او د تخار په خواجه بهاوالدين کې د پښتنو او ځايي ازبکو او زورواکانو او د همدغه ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ګوجرو او ځايي تاجکو ترمنځ تاوتريخوالى دى .
 په بهسودو کې د هزاره ګانو او کوچيانو ترمنځ نښتې وشوې ، مشران د دريېم ګړو په ځاى د خپل قوم ترشاه ودرېدل او د ولږې اعتصاب يې وکړ .
 همدارنګه په خواجه بهاوالدين کې د پښتنو پر وړاندې خشونت چې له امله يې تراوسه ٧٠٠ تنه  په يوه زاړه محبس کې د روژې مبارکه مياشت تېروي او … ښې نمونې دي .

 پرون په مزارشريف کې هم  دغه تعصب چې د خاصو کړيو له خوا ورته ببوزي وهل کېږي ، سر راپورته کړ .
دغه شخړه پرون هغه مهال رامنځ ته شوه چې  يو شمېر محصلانو په وچ زور د بلخ پوهنتون پخوانى دړه ( لوحه ) راښکته کړه او په ځاى يې  داسې لوحه ولګوله چې د پوهنتون په ځاى پرې دانشګاه ليکل شوي و .
 د بدبختۍ  او شرم ځاى خو دادى چې موږ په داسې يوه زمان کې تجزيه کېږو چې نړۍ د کليوال کېدو په لور روانه ده .
 لويديځ او ختيځ المانونه يوځاى شول ، اروپا خپلې پولې ماتې او کرنسي يې يوه کړه خو موږ چې مشران مو د علم اسلام دعوه کوي ، په خپلو کې يو بل نشو زغملى او د پرديو ګټو لپاره ، له ځانه خپل هډونه پرې کوو .
 يو وخت د شرق په جبهو کې د شمال او د شمال په جبهو کې د جنوب مجاهدين د يرغلګر پوځ پر وړاندې اوږه په اوږه جنګېدل خو نن په شمال کې پښتانه دعادي وګړو په څېر نه زغمل کېږي او دسيسې ورته جوړوي .
 ددې لاملونه به ډېر وي خو يو يې دادى چې اوس زر ، زور او ژبه ټوله د ځينو شومو او مغرضو کړيو په ولکه کې دي  .
 رسنۍ چې د ملت د يووالي لپاره مهم رول لري اوس د همدغو کړيو په لاس د ملت د ټوټه کولو لپاره کارول کېږي .
 و ګورئ !  په ميدان وردګو کې د هزاره ګانو او پښتنو د شخړې په مهال ځينو رسنيو کوچيانو ته وحشي ، تجاوز ګر او .. کلمې  کارولې خو اوس چې د ٨٠ کورنيو ٧٠٠ غړي د څو تنو زور واکانو له خوا په خواجه بهاوالدين کې کلا بند دي ، په اړه يې غبرګون نه ښي .
 همدارنګه يو وخت د اطلاعات  او کلتور وزير په مجلس کې چې په پټه فلمبر داري شوى و ، د خبرو په جريان کې  د رسنيو لپاره د قصه يې مفت  اصطلاح کارولې وه ، په کابل کې يوه ټلويزون څو اونۍ پرې شخوند وواهه خو ، دهمدغه ټلويزيون کيمرې خواجه بهاوالدين ته سر ور ښکاره نه کړ .
 په هرصورت که دغه اپت همداسې په زور دوام وکړي ، زموږ ولس چې جګړو يې  وينه زبيښلې او بدنونه يې  ورته کمزوري کړي ، ډېر ژربه يې له منځه يووسي .
 دولت هم بايد هغه مغرض اشخاص او کړۍ چې د  بيان  له  ازادۍ څخه ناوړه استفاده کوي ، په نښه او په سزا يې ورسوي .
 خلک هم بايد په خپلو هغو مشرانو لاړې تو کړي چې د خپلو ګټو لپاره ددوى يو بدن ټوټه – ټوټه کوي او اپت پرې نازلوي .


 کابل – د تلې ٤مه