کور / z_buitenland_news -- 5 / اسټرليا خپل پوځونه د عراق ځخه باسي

اسټرليا خپل پوځونه د عراق ځخه باسي


کاوين راډ د اسټرليا نوی ټاکل سوی صدراعظم ويلي دي چې اسټرليا به د راتلونکې کال تر نيمايې پوري خپل پوځيان د عراق  څخه را و باسي . کاوين راډ په يوې را ډيويي وينا کې و دې خبر ته  صراحت ورکړی او زياته کړې يې ده چې د اسټرليايي پوځيانو د بيرته را ستنېدو زماني جدول يې تر لاس لاندي دی کوم  چې د هغه پر اساس به د ۲۰۰۸ ميلادي کال تر نيمايي پوري به د اسټرليا ټول  ځواکونه دعراق نه را ووزي .



هېره دي نه وي چې د اسټرليا ګوښه سوی ليبرال  صدراعظم ښاغلی جان هاورډد عراق په جګړه کې د جورج بوش د نيژدې ملګرو څخه وو. جان هاورډپه اسټرليا کې د تيري اوونۍ په ټولټاکنو کې د کارګر ګوند د مشر کاوين راډ نه سخته ماتي و خوړه او په نتيجه کې د نوموړي د ۱۱ کالو واکمنۍ پای ته ورسېده او  د کارګر ګوند د غوڅ اکثريت په تر لاسه کولو سره و بري ته ورسيد .