کور / طنز / واه واه مشرفه!

واه واه مشرفه!

طنزمحمود نظري


 


 


 


جنرال مشرف په منډه سعودی ته ورسید د سعودی پاچا په غاړه کې لاس واچوه او هغه ته يې په  سا نیولی ږغ وویل:
کار خراب شو نواز واستوه!
هغه ور ته  وویل:
وارختا مالومیږی ،بده ورځ په هر چا راځی. خیر نارینه د غم لپاره پیدا دی  خپل غم ماته ووایه شاید زه مرسته درسره وکړم او غم به دی سپک شی.
مشرف په ژړا  شو او د هغه په ګریوان کې یې  لاس واچاوه او ویې ویل:
زه په عسکری وردۍ کې ناست وم د دیموکراسۍ غوا مې لوشله چې سطل د شيدو ډک شو غو ا هغه په ښی پښې سطل  وواهه او چپه شو
ما په یوه رسی د هغې ښی پښه په یوه تیر وتړله بیا مې هغه ولوښله چې بیا سطل ډک شو بیا یې په کیڼې پښې شودې  توی کړې. دا وار مې  په یوه رسۍ د هغه کیڼه پښه  وتړله
سعودی پاچا ورته وویل :
خیر هیڅ مهمه نه ده !
جنرال مشرف په ژړا ژړا زیاته کړه:
 بیا می هغه ولوشله دا وار چې سطل ډک شو هغې په  خپله لکۍ بیا سطل چپه کړ
نوره رسی نه وه  نو خپل کمر بند مې خلاص کړ د هغه لکۍ می پورته د چت په تیر وتړله په دی وخت کې زما پتلون وښویدی او ناببره  بیظربوټو پاکستان ته راننوتله او زه يې په دی  بدحال کې ولیدلم
دسعودی پاچاورته وویل:
-خیر دا به دي و رته تشریح کړی وای
جنرال مشرف سر وښوراوه اوويي ویل:
ډیر نور شیان هم وه چې هغه مې نه شوای ورته تشریح کولای.
بی ابه شوم
اوس ژر نواز شریف واستوه چی د هغه سره کومی موافقی ته ورسیږم.