ايساف چورلكو د۳سلوالو طالبانو ترڅنګ ۵ عام وګړى ووژل

د لراوبر اداره | سپتمبر 27th, 2008


نن سهار دهلمندولايت دباباجى دسيمى څخه رارسيدلى راپورنه وايي چى دوسلوالوطالبانواو ايساف ځواكونوترمينځ سخته جګړه موښتي دځايي خلكوپه وينا بهرنيوځواكونودجګړي دشروع كولوسره سم دجنګي الوتكوڅخه هم كار اخيستي دي چى دوسلوالوطالبانوترڅنګ يي ولسۍ ګړي هم وژل سوى دى دغه خبره دسيمى څخه يو تن چى دنوم دڅرګندولو څخه يي ډډه كوله وكړه نوموړى وويل دغه جګړه هغه مهال وه موښته كله چى په سيمه كى ځايي وسلوالوطالبانو پربهرنيوځواكونوډزي وكړي نوموړى وويل چى دډزوڅخه لږوخت وروسته جنګى الوتكى راورسيدي اوسيمه يي بمبار كړه نوموړى زياته كړه چى دبمبار په ترڅ كى ددريو وسلوالو كسانوترڅنګ پنځه تنه ولسى وګړي هم ووژل سوه خو دهلمندولايت دپوليسومشر سمونوال اسدالله شيرزاد دامنى چى دبابا جى په سيمه دوسلوالوطالبانوپه وړاندى تسفيوى عمليات پيل سوي نوموړى وويل چى په سيمه كى وسلوال طالبان دسختى ماتى سره مخ سوى دى خولادمرګ ژوبلى په هكله يي تردي دمه معلومات نه لرله .

په هلمندولايت كى دميشتوايساف ځواكونو وياندهم په دغه هكله دراپورتربشپړيدوپوري څه نه وويل .

»

Copyright Larawbar 2007-2024